د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په کلیو کي د طالبانو 'سخت قضایي نظام'


د کاناډا ملی خبری اژانس: د څه مودې راهیسی په مطبوعاتو کی دا رپوټونه خپرېږی چی طالبانو د افغانستان په کلیوالي سیمو کی خپلی حکومتی ادارې جوړي کړی دي او خلک په حکومت کی د اداری فساد د لاسه د خپلو ستونزو د حلولو دپاره د هغوی ادارو ته ورځی.

د کاناډا ملی خبری اژانس وایی د کندهار د سنځری په علاقه کی قضایی حکمونه په ډېره چټکه او سخته طریقه عملی کېږی، د چا مخونه تورېږی او په بازارونو گرځول کېږی او د ځینو کسانو لاسونه ورڅخه پرې کیږی.

دا سزاوي د کندهار هغه حکومت نه ورکوی چی د ایتلافی قواوو په زور ولاړ دی، بلکه د طالبانو هغه محکمې یې ورکوی چی د هغوی د قاضیانو په توگه کار کوی.

د سنځری له ځینو کروند گرو سره د کاناډا ملی خبری اژانس مرکې کړي دی او هغوی وایی چی اوس هم په ځینو کلیو او اطرافو کی د طالبانو قضایی سسټم چلېږی.

تورن کسان د طالبانو مخی ته درول کېږی او قاضی ډېر ژر د هغوی په برخه کی خپله فیصله صادروی او فیصله په څوساعتونو کی عملی کېږی.

د کاناډا ملی خبری اژانس د اوه دېرش کلن حاجی قدرت الله، دوه دېرش کلن شمس الله او پنځه څلوېښت کلن حاجی محمد سره مرکې کړی دي او دوی ورته ویلی دي چی په کندهار کی قضایی سسټم ډېر ورو اجراات کوی او چی رشوت ورنه کړې هیڅ کار دي پر مخ نه ځی.

حاجی محمد وایی "هر کار چی دی بند وي باید پیسې ولرې. که پیسې درسره نه وې نو هیڅ کار نه سې کولای. او که پیسې ولرې کار دي کېږی خو هغه هم په ډېر ځنډ."

د کاناډا ملی خبری اژانس کاناډین پریس وایی یاغیان خپل والي لری، ولسوالان او قاضیان لری، او د طالبانو یوه نطاق وویل چی د شاه ولی کوټ،پنجوایی، معروف، ژړی، میانشین اولسوالی او دارغسان ځینی برخی د طالب یاغیانو په کنټرول کی دی.

او یوازي د ارغنداب، دامان، ډنډ او سپین بولدک اولسوالی د حکومت تر کنټرول لاندي دی.

د کاناډاین پریس خبری اژانس وایی ددغو ادعاو ریشتیا او دروغ معلومول یو څه گران کار دی، ځکه چی یاغیان معمولا د خپل قدرت په برخه کی لاپی کوی.

خبری اژانس وایی د کندهار والی توریالی ویسا د یاغیانو دغه ادعاوی ردوی او وایی چی تازه یې د اولسوالانو سره خبری کړي دي او د هغوی څخه یې د طالبانو د اداری او قضایی اجرااتو په باره کی هیڅ شی نه دي اورېدلې.

د کاناډا ملی خبری اژانس وایی ویل کېږی چی په کندهار کی د طالبانو والي محب الله اخند زاده نومېږی. هغه د ملا محمود پر ځای باندی، چی تېر کال د خاکریز پز اولسوالي باندی په بمباري کی ووژل سو، مقرر سوی دی.

پنځه پنځوس کلن محب الله اخندازه د کاناډا د ژورنالیسټ سره د خبرو کولو څخه ډډه وکړه، خو یوه افغان ژورنالیسټ ته یې وویل چی د افغانستان له دریو ولایتونو پرته په نورو یو دېرشو ولایتونو کی د هغوی والیان کار کوی.

د سنځري په اولسوالي کی ډېر خلک د کندهار د حکومت د اداری فساد څخه شکایت کوي او قدرت الله وایی چی هغوی اکثر رشوت خواره دي. دا د غریبانو حکومت نه دی او یوازي د شته منو خلکو حکومت دی.

په کندهار کی د کاناډا حکومتی استازي ایلیزا گولبرگ وویل دې د کندهار د اداری فساد په باب خبری اورېدلي دي، خو کاناډایان د افغانانو سره د هغوی د قضایی سسټم د بهترولو دپاره کار کوی.

گولبرگ وویل په کندهار کی یوازي شپږ قاضیان دي او کارونه ډېر زیات دي ځکه نو کارونه په چټکی سره پر مخ نه ځی.

گولبرگ وویل یاغیان نه سی کولای چی د حکومت په مقابل کی خپلی ادارې جوړی کړي ځکه چی هغوی نه روغتیایی خدمات لری، نه خلکو ته پاکی اوبه رسولای سی، نه د نظافت غم خوړ لای سی او نه د تعلیم او تربیې سسټم لری.

او په کومو ځایونو کی چی طالبان اجراات کوي هلته خلک د هغوی هرکلی نه کوی. مگر کروند گر نه د طالبانو او نه د افغانستان د حکومت، چی د لوېدیځ په ملاتړ ولاړدی، هرکلی کوی.

کاناډین پریس خبری اژانس د شمس الله له قوله وایی موږ د افغانستان د حکومت سره مشکل نه لرو. که دوی له رشوت خوریو څخه لاس واخلی موږ به ورته راسو ځکه چی دا خو زموږ وطن دی.

د کاناډین پریس خبری اژانس وایی طالبانو د اولسوالیو تر څنگ په کندهار کی هم نفوذ کړی دی او اوس دا ښار په تېره بیا د خارجیانو دپاره ډېر خطرناک دی.

د کاناډا خبری اژانس ددغه ښار د اوسېدونکو له قوله وایی طالبانو د کندهار ښار فلج کړی دی او په خلکو کی یې ډار اچولی دی. خلک نه ښونځیو ته خپل ماشومان لېږلای سی او نه پیسې په کار و بار بندولای سی او نه د خارجیانو سره کار کولای سی.

څلېرویشت کلن ظاهرجان چی یو سماوار لری وایی د ښار په هر ځای کی د طالبانو جاسوسان گرځی، او خلک د ځان له بېری د هغوی پر ضد څه ویلای نه سی.

اوه دېرش کلن دوکاندار نور احمد وویل خلک د ماښام پرشپږو بجو ځانونه خپلو کورونو ته رسوی ځکه چی هر څوک پر ځان بېرېږی. او چی په بس موټر کی ناست یو د بېري له چا سره د طالبانو په باره کی خبری نه سو کولای.

XS
SM
MD
LG