د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي استازی د خبرو لپاره هند ته رسېدلی


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارډ باوچر ددې لپاره نوي ډیلي ته تللی دی چې د هند د ممبئ پر ښار باندې د نومبر د تروریستي حملو د تحقیقاتو په باب خبرې وکړي.

ریچارډ باوچر له دې مخکې پر پاکستان غږ کړی و چې ددغه تحقیقاتو په برخه کې مرسته وکړي.

د چهارشنبې په ورځ، د پاکستان حکومت دا خبره تائید کړه چې د ممبئ پر ښار باندې یوازنی ژوندی نیول شوی حمله کوونکی د پاکستان دی. هند مخکې هم دا خبره کوله چې اجمل کساب د پاکستان دی.

نوي ډیلي ته له رسېدو مخکې ښاغلي باوچر په کابل کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل.

ددې اونۍ په سر کې، ریچارډ باوچر د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د هغه ملک د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام آباد کې غونډه لرله.

باوچر پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان او افغانستان دواړو قوه تعهد کړی چې د تروریزم په خلاف به مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG