د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د القاعدې ٢ غټ مشران وژل شوي


د تروریزم ضد یو امریکایی مامور وایی چی د سي آی اې د توغوندي په یوه حمله کی چی د میلادي نوي کال په اوله یې وکړه په پاکستان کی د القاعدې د عملیاتو مشر او د هغه یو همکار وژل شوي دي .

دغه مامور چی نوم یې نه دی اخیستی وویل چی داسی فکر کوی چی دغه دواړه د کینیا اتباع وو .

دغه دوه تنه چی یو اسامه الکیني نومیده او بل شیخ احمد سالم سویدان و ،

دواړه د امریکا د فیډرالي تحقیقاتو د ادارې یا ایف بي آی د مشکوکو تروریستانو د لیست په سر کی وو .

په اسامه الکیني باندی د څو حملو تورونه لگیدلي وو چی یوه یې د سیپټامبر په میاشت کی په اسلام آباد کی د میریات په هوټل کی د بمونو چاودل وو چی څه د پاسه ٥٠ تنه یې ووژل ،

هغه او سویدا ن په ١٩٩٨ کال کی په کینیا او تانزانیا کی د امریکا په سفارتونو باندي د حملو مسئول هم وو

د تروریزم ضد دغه مامور وویل چی دغه دوه تنه په جنوبي وزیرستان کی په داسی حال ووژل سول چی د نوو حملو تریبات یې نیول .

سي آی اې په دې رپوټ باندي د تبصرې کولو نه ډډه وکړه .

XS
SM
MD
LG