د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن او کرزی ملاقات لري


دامریکا منتخب مرستیال جمهوررئیس جو بائډن نن دشنبی په ورځ افغانستان ته رسیدلی دی چې په دغه جنگ ځپلی هیواد کې دنظامی او سیاسی مشرانو سره خبری وکړی .

توقع ده چې ښاغلې بائډن دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزی او په افغانستان کې دناټو په مشری قواو مشر امریکائې جنرال (ډیویډ مک کیرنن ) سره ملاقات وکړی.

ډیموکرات بائډن پرون دجمعی په ورځ دپاکستان دصدراعظم یوسف رضا گیلانی او جمهوررئیس اصف علی زرداری سره جدا خبری کړی وی . هغه دپاکستان له سفر نه وروسته افغانستان ته ولاړ.

په اسلام اباد کې رپوټونه وائې،خبری دپاکستان په هغه وعده باندی چې دتروریزم په خلاف جگړی او همدغه راز دهند اوپاکستان دوروستی تاوتریخوالی په باب کیدی . دغه تاورتریخوالی دنومبرله میاشتی نه راپدی خوا پیداشویدی چې په مومبائې کې ترورستی حمله وشوه .

دښاغلئ بائډن په مشری جنوبی آسیا دکانگرس یوهیآت په سفر تللی دی .هغه دغه سفر په داسی وخت کې کوی چې دمشرانود جرگې دبهرنیوروابطو دجرگه گې دریاست دوره ئې پای ته ورسیده .

XS
SM
MD
LG