د لاس رسي وړ اتصالات

بش د ایران په ارتباط، د اسراییلو  یو غوښتنه تیر کال رد کړی وه


په یوه خپاره شوی رپوټ کی راغلی چی د امریکا جمهور ریس جورج بوش د اسراییلو د تیر کال هغه غوښتنه رد کړی چی د ایران د اټومی بټی په بمبارد کولو کی ورسره مرسته وکړی.

نیویارک ټایمز نن په خپلی ویب پاڼی کی د امریکا د یوه ناپیژندل شوی مامور او بهرنیو چارواکیو په قول لیکلی چی واشنگټن په عوض یی اسراییلو ته خبر ورکړ چی جمهور ریس د مخفی عملیاتو اجازه ورکړی چی د ایران پروگرام سبوتاژ کړی.

دغه ورځپاڼه وایی چی اسراییلو د هغو بمونو د استعمال غوښتنه کړی چی د بنکرونو او د مځکه لاندی کانکریټونو د ړنگولو قوت لری او د عراق د هوایی حریم نه یی د پرواز اجازه غوښتی وه چی په ناتانز کی د ایران عمده اټومی بټی بمبارد کړی.

چارواکی وایی چی سپینی ماڼی دغه پلان رد کړ او په عوض یی د اسراییلو سره د استخباراتو شریکول زیات کړل او چارواکی یی د امریکا د مخفی عملیاتو نه خبر کړل.

په رپوټ کی ویل شوی چی دغه عملیات د ٢٠٠٨ کال په لومړیو کی پیل شوی او په دی عملیاتو کی د خارج نه د ایران د اټومی موادو د رسولو مخنیوی او د ملک برښنا او کمپویتری سیستم گډوډول شامل دی.

XS
SM
MD
LG