د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزگان کي د طالبانو یو قومندان ووژل شو


استرالیا وایی چی د هغوی خاصو قواوو په افغانستان کی د طالبانو هغه قوماندان وژلی چی گمان کیده د ځان مرگی بم چونکو او خارجی جنگیالو د جلب و جذب مسؤل و.

د استرالیا د دفاع وزارت وایی چی ملا عبدالله رشید د ارزگان په جنوبی ایالت کی په خارجی قواوو حملی تنظیمولی.

په دی اعلامیه کی راغلی چی د ارزگان د ولایت د بلوچی په ولسوالی کی قوماندان رشید تیره اونی وژل شوی ؤ، خو چی څنگه وژل شوی ؤ معلومات ورنکړل شول.

په افغانستان کی تقریبآ ٦٥ زره نړیوالی قواووی د افغانستان د پوځ سره د یاغی طالبانو په ځپلو کی مرسته کوی، او دغه جنگ له هغه وروسته ونښت چی په کال ٢٠٠١ کی د امریکا په مشری قواوو د طالبانو حکومت رانسکور کړ.

XS
SM
MD
LG