د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کی نن 'لږ تر لږه شل تنه فلسطینیان ووژل شول'


دا شپاړسمه ورځ ده چی د اسراییلو پوځونو د حماس په ډله حملی کوی، د هغوی په سیمه کی یی د نړیوالو د اوربند د غوښتو سره سره نن لږترلږه شل تنه فلسطینیان ووژل.

عینی شاهدان وایی چی د اسراییلو ټانکونو او جنگی جټ الوتکو د غزی تړانگه ولړزوله، او د حماس ډلی هم د غزی په تړانگه کی د اسراییلو ټانوکونه په داسی حال کی چی مخ په وړاندی روان وو د ټانک ضد په مرمیو وویشتل.

د فلسطین طبی منابع وایی چی وژل شوی کسان اکثره ملکی خلک وو. خو له دی کبله چی اسراییل د غزی په تړانگه کی خبریالانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوی نو مشکله ده چی د مړیو دغه شمیر تصدیق شی.

اسراییل وایی چی هغوی ملکی خلک نه په نښه کوی، او حماس یی په دی تورن کړی چی د خلکو د گڼه گوڼی نه، د ډکو سیمو نه په هغوې د راکټونو ډزی کوی.

دیارلس اسرایېلیان وژل شوی چی په هغو کی لس تنه عسکر او دری تنه ملکی خلک چی په راکټ لگیدلی دی شامل دی.

د فلسطین طبی منابع وایی چی د ډسمبر د ٢٧ نیټی راهیسی چی اسراییلو د غزی په تړانگه حمله کړی تقریبآ ٨٥٠ تنه فلسطینیان وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی داسی اټکل کیږی چی د وژل شوو نیمایی کسان ملکی خلک وی.

XS
SM
MD
LG