د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنگټن پوست ورځپاڼه، افغانستان ته د جو باېډن د سفر په اړه


د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې د امرېکا دمنتخب جمهور رئېس مرستېال جوباېډن د شنبی په ورځ افغانستان ته په داسی حال کې سفر وکړ چې سخت امنېتی ترتېبات نېول شوی وو.

ښاغلی باېډن هلته په افغانستان کې د دغه هېواد له جمهور رئېس حآمد کرزی او د امرېکا له نورو عالېرتبه نظامی چارواکېو سره ملاقات وکړ. هغه تردی مخکی د لنډ وخت لپاره په پاکستان کې تم شوی و او په دې ېې ټېنگار وکړ چې امرېکا به د ترهگری په جگړه په ټوله جنوبی اسېا کې خپلې مرستی جاری وساتی.

له ښاغلی باېډن سره سناتور لنډسی گراهام په دې سفر کې ملگری و. هغوی ته د امرېکا د عالېرتبه نظامی چارواکې له خوا نه د حالاتو په باب لنډ معلومات ورکړل شو چې امرېکا د ېاغېانو د مقابلی لپاره د نوی عسکری قوې د رالېږلو لپاره ځان چمتو کوی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې د امرېکا د منتخب جمهور رئېس مرستېال جو باېډن د افغانستان له جمهور رئېس حآمد کرزی سره چې دی ېې کمزوری او غېرموثرېی بولی هم ملاقات هم وکړ.

واشنگټن پوست لېکی ښاغلی کرزی دا نېت لری چې بېا ځان انتخاب کړی. هغه د امرېکا پر قواو باندی چې د بمبارېو او چپاونو په وخت کې د ملکېانو دمرگ ژوبلی سبب کېږی سخت انتقاد کړېدی. هغه دا کوشش هم کړېدی چې له هغو خارجی قواواونه چې دده حکومت په ٢٠٠١ کال کې ددې لپاره رابللی وې چې د طآلبانو له سقوط نه وروسته امن راولی، ځان لېری کړی.

د امرېکا د پوځ نطآق گرېگوری جولېان ووېل چې ښاغلی باېډن له جنرال ډېوېډ مک کېرنان سره چې په افغانستان کې د امرېکا او ناټو د قواو قوماندان دی وکتل.

جنرال مککېرنان په دې ټېنگار کړی و چې د دېرشو په شاو خواکې اضافې قواو لېږل به افغانستان ته ېو شمېر نور نظآمی امکانات او مهمات لکه هېلېکوپټری هم برابری کړی.

واشنگټن پوست لېکی چې د جو باېډن سفر پټ ساتل شوی و او په کوم خبری کنفرانس کې برخه وانخېستله او نه ېې په عام محضر کې کومه وېنا وکړله. هغه د ناټو له مامورېنو سره ېې هم په ېوه نظامی هډه کې په کابل کې ملاقات وکړ. هغه د ناټو عالېرتبه مامورېنو ته ووېل چې دهغوی کار اوخدمت ډېر اهمېت لری.

باېډن هغوی ته ووېل چې هغه کار او خدمت چې تاسی دلته کوی هغه ډېرمهم کار دی. تاسی ډېره غټه قربانی ورکوی اود چاپېرېال له ستونزو سره مقابله کوی، جو باېډڼ دهغوی د خدمت مننه وکړه.

ټاکل شوېده چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما او د جمهوری رېاست مرستېال جوباېډن ته د جنوری په شلمه نېټه باندی د وفاداری سوگند ورکړل شی.

واشنگټن پوست لېکی چې جو باېډن د شنبی په ورځ ناوخته له پاکستان نه کابل ته رسېدلی و. په پاکستان کې هغه له معتبرو ملکی او نظآمی مشرانو سره خبری وکړی.

باېډن د پاکستان په هکله دامرېکا ملاتړ د ترهگری په جگړه کې دېوه انډېوال په توگه څرگند کړ. هغه د پاکستان حکومت دېته وهڅاوه چې د اسلامی سخت درېځو خلاف سخت اقدامات وکړی.

با خبری منابع واېې، وروسته له هغه نه چې ښاغلی باېډن په کابل کې دامرېکا او افغانستان له عالېرتبه چارواکېو سره ملاقات وکړ، هغه به له افغان مشرانوسره په ېوه نامعلوم ځاې کې له پاېتخت نه بهر دېکشنبی په ورځ ملاقات وکړی.

واشنگټن پوست واېې چې د اوباما اداره دېته ځان چمتو کوی چې له افغانستان سره په دې هېله باندی زښتې ډېرې نظامی او ملکی مرستی وکړی چې دطالبانو مخه ونېسی او عام خلک په ځان رامات کړی.

واشنگټن پوست لېکی چې په دې نېژدی مېاشتو کې د افغانستان او امرېکا ترمنځ اړېکی ترېنگلی شوېدی. ښاغلی کرزی د امرېکا پرقواو باندی انتقاد کړېدی چې په هواېې بمبارۍ باندی زېاته اتکا کوی او په دې ډول ډېری افغان ملکېان وژل شوېدی.

د امرېکا نظآمی منابعو د ښاغلی کرزی په هغو خبرو باندی چی په دې تازه وختونو کې ېې کړی وې خپله ژوره اندېښنه څرگنده کړه او وې وېل داسی معلومېږی چې هغه د طالبانو د کوم لېک له مخی خبری کوی.

ښاغلی کرزی له طالبانو سره په خبرو او مذاکراتو باندی فشار اچولی دی. په داسی حال کې چې د امرېکا او ناټو قوتونه واېې چې دې ډلې ته د څو شېانو د ېوځاې کولو په نتېجه کې لکه د نظآمی قدرت، مرستو، انکشاف په ېو ځای کولو او په افغانستان کې د ښه حکومت په انکشاف سره شکست ور کول کېدلی شی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپانه هم د ېکشنبی په ورځ په همدی ترڅ کې لېکی چې تر اوسه پورې نه جو باېډن او نه منتخب جمهور رئېس براک اوباما په دقېق ډول دا خبره کړېده چې دوی د افغانستان له شخړې سره په څه ډول مقابله کوی خو دواړو دا ېوه خبره کړېده چی په افغانستان کې د جگړې بهېر هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شو چې منابع دعراق جگړی ته وقف کړی شولی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې د جنرال مک کېرنن په غوښتنه د بش اداری پرېکړه کړی وه چې شل زره نور امرېکاېې عسکر به د ٢٠٠٩ مېلادی کال په اوږدو کې افغانستان ته ولېږی. دانوی عسکر او نور جنگی غونډونه به چې همدا اوس افغانستان ته رسېدلی دی له هغو اته شپېتوزرو قواو سره ېو ځای شی چې اوس په افغانستان کې دی او په دې جمله کې ٣٢ زره عسکر ېوازې د امرېکا دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې تېرکال په افغانستان کې ٢٩۴ عسکر ووژل شول او په دې سبب د جنگ له پېل نه تر اوسه پورې دا ترټولو خونړی کال و.

په دې جمله کې ١٥٥ امرېکا ېان ول. نېوېارک ټاېمز لېکی چی ېوازې دپنجشبنی او جمعی په ورځ هلته پنځه امرېکا ېې عسکر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG