د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ماینونو پاکولو لپاره پیسې غواړي


ملگرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو لپاره زیاتې مالي مرستې ته ضرورت لري.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماینونو د پاکولو د مرکز مشر حیدر رضا ویلي چې د ٢٠١٣م کاله پورې په افغانستان کې د ټولو ماینونو د پاکولو لپاره پنځه سوه میلیونو ډالرو ته ضرورت دی.

ښاغلي رضا په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان د نړۍ په هغو ملتونو کې شمارل کیږي چې زیات ماینونه په کې ښخ شوي دي. هغه وویل، چې په اوسط ډول، په میاشت کې ٥٠ تنه په ماینونو مړه کیږي. حال دا چې دا اندازه درې کله مخکې په میاشت کې ١٥٠ تنو ته رسېده.

په افغانستان کې په زرگونو ماین پاک کوونکو د ملک د دریو برخو نه دوه برخې پاکې کړيدي. مگر اوس هم په هغو سیمو کې چې هلته ماینونه لا شنډ شوي نه دي، ٢١ میلونه خلک ژوند کوي.

په افغانستان کې د ١٩٨٩م کال نه تر ٢٠٠٨م کله پورې ۴٦٠ زره د پرسونل ضد ماینونه او ٢٠ زره د ټانک ضد ماینونه شنډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG