د لاس رسي وړ اتصالات

د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 'نژدې نهه سوو تنو ته رسېدلی دی'


اسرائیلي ځواکونو نن دوشنبې، بیا هم د غزې په ښار کې خپلو حملو ته دوام ورکړ او د سیمې د روغتیایي مامورینو په وینا، تر اوسه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نژدې نهه سوو تنو ته رسېدلی دی.

بل پلو، د بریتانیې پخواني صدراعظم او په منځني ختیځ کې د سولې استازي، توني بلیر د جنگ د ژر تر ژره پای ته رسېدو پخاطر، د مصر له جمهور رئیس حسني مبارک سره وکتل.

په داسې حال کې چې د اسرائیل ځکمنيو ځواکونو تېره شپه د غزې په ښار کې یو بې سابقه پرمختگ وکړ، د هغه هېواد هوایي ځواکونو نن سهار بیا هم د غزې د تراډې په بیلابیلو سیمو کې پر خپلو اهدافو باندې بمباري وکړه.

په داسې حال کې چې د ډزو غږ اورېدل کېده، د غزې ښار له زیتون سیمې څخه لوگي او لوخړې جگېدې. په یوه ځای کې، د حماس د یوه پخواني پیاوړي غړي، محمد دحلن کور چې پخوا هم پرې بریدونه شوي و، داځل په بشپړه توگه ونړېد.

د غزې ستر روغتون، الشفاء ته بیا هم جوپې جوپې زخمیان راوړل کېدل چې د هغو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل و. د روغتون چارواکو ویلي چې نور یې دارو درمل او طبی وسایل مخ پر خلاصېدو دي خو د ټپیانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي.

پرون د یکشنبې په ورځ، د اسرائیل ټانکونه د غزې ښار د هستوگنې پر سیمو ورننوتل او پلې قواوو یې کوڅه په کوڅه د حماس له تندلارو سره جگړه پیل کړه.

د حماس تندلارو د اسرائیل پر جنوبي برخو د توغندیو ویشتلو ته هم دوام ورکړ. د فلسطین روغتیایي مامورین وایي چې یواځې د یکشنبې په ورځ، شپېته تنه په غزې کې وژل شوي چې ډېری برخه یې ملکي وگړي و.

د هغو په وینا، د دسمبر میاشتې له اوه ویشتمې نېټې راهیسي، د اسرائیل د برید په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه اته سوه و اویا فلسطینیان وژل شوي چې کابو نیمایي یې ملکي کسان و.

بل خوا د اسرائیل دیارلس کسه وژل شوي دي چې لس یې پکې پوځیان و. مرستندویو ډلو له اسرائیل غوښتي چې د ملکي کسانو پام وساتي او زیاته کړې یې ده چې زیاتره دغه ملکي کسان اوس د جگړې له امله پخپلو سیمو کې بند پاته دي او نشي تیښتېدای.

په داسې حال کې چې اسرائیل او حماس دواړو د سمدستي اوربند لپاره د م م وړاندیز رد کړی، د آلمان او بریتانیې استازي بیا هم هڅه کوي څو په سیمه کې اوربند ټینگ کړي.

د بریتانیې پخواني صدراعظم ټوني بلیر چې اوس د منځني ختیځ د سولې د خبرو خاص استازی دی، نن دوشنبه د مصر له جمهور رئیس حسني مبارک سره وکتل او د جگړې د ژر تر ژره بندېدو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د حماس ډلې ویلي چې د مصر لخوا د اوربند پر وړاندې شوې طرحې به غور وکړي.

په همدې حال کې نن د اسرائیل یو زیات شمېر نور سرتیري او ټانکونه سرحد ته نژدې سره راغونډ شول څو د مرستندویه ځواک په توگه، په غزې کې د اسرائیل له نورو پوځیانو سره یوځای شي.

دا گام ددې ښکارندوی دی چې اسرائیل د اوربند لپاره د نړېوالو له غوښتنو سره سره، بیا هم غواړي دا جگړه پراخه او په غزې کې لاپسې پرمختگ وکړي.

XS
SM
MD
LG