د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په بم چوونو کې اته کسان ووژل شول


د عراق پولېس واېې چې په دغو بم چوونو کې د عراق امنېتی قواوی په نښه شوی وې. چارواکی واېې چې بمونه تقرېبا په ېوه وخت کې نن ددوشنبی په ورځ په داسی وخت کې وچول شول چې د پولېسو ېوه گزمه د بغداد په ېوه نوی علاقه کې چې د پاېتخت ختېځی خواته پرته ده، تېرېدله.

په دغو چاودنو کې دری ملکېان ووژل شول او لس تنه نور زخمی شول.

د سړک دغاړې ېو موټر د عراق د نظامی موټر خوا ته هغه وخت وچاود چې د ېرموک اولسوالی ته ېې مهمات وړل. په دغه نظامی موټر کې دری عسکر ووژل شول او څلور تنه ملکېان زخمی شول.

څلورم بم د بغداد د کراده په اولسوالی کې وچول شو لږ تر لږه ېو ملکی سړی ېې وواژه او څو تنه نورېې زخمی کړل.

په پنځمه بم چونه کې د بغداد په شمال کې ېو ملکی سړی ووژل شول.

رپوټ واېې چې ېاغېان پر امنېتی قواو باندی په دې سبب حملی کوی چې هغه امنېتی پرمختگ چې هلته منځته راغلی دی هغه گډوډ کړی.

د امنېتی پرمختگ په سبب په مرگ ژوبلو کې ډېر کموالی راغلی دی.

رپوټ واېې چې دامرېکا قواوې په ځېنو برخوکې امنېتی مسوولېتونه عراقېانو ته په دې خآطر ورسپاری چې دوی نېت لری چې په ٢٠١١ مېلادی کال کې له هغه هېوادنه ووزی.

بل پلو، د امرېکا دنوی منتخب جمهور رئېس مرستېال جو باېډن دعراق له چارواکېو سره بغداد ته رسېدلی دی. باېډن له افغانستان نه عراق ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG