د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ارجنټاین په لوري وخوځېده


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال کپ کې د ګډون د ترلاسه کولو لپاره د درېیمې مرحلې سیالیو ته نن له کابل نه د ارجنټاین په لوري وخوځېده.

، افغان کرکټ لوبډله به د جنورۍ په ۲۴ خپلې لوبې په بونس ایرس کې پیل کړي.

افغانستان به د ارجنټاین په سیالیو کې لومړې له یوګانډا، بیا له هانګ کانګ، ارجنټاین، پي این جي او کیمیون ایسلینډ سره سیالۍ ترسره کړي.

د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل اشنا تلویزیون ته وویل د افغانستان ۱۴ لوبغاړي پدی سیالیو کې برخه اخلي او تیز بال اچوونکی حمید حسن، دولت احمدزی، هستي ګل او سمیع الله شینواری د لوبډلې بالران کریم صادق، محمد نبي، ریس احمدزی، احمدشاه، اصغر، شفیق الله او اسد الله به یې د لوبډلې توپ وهونکي وي.

نوروز منګل زیاته کړه لوبډله یې له ښه تیاري برخمنه ده او په لاهور کې یې پنځلس ورځې تمرینونه کړي.

که افغانستان په ارجنټاین کې بریا ترلاسه کړي، نو لومړۍ مرحلې ته به لار پیدا کړي او هلته به بیا له دولسو هیوادونو سره لوبه وکړي.

افغان کرکټ لوبډلې تر دی وړاندې په پنځمې او څلورمې مرحلو کې اتلولي ترلاسه کړې وه

XS
SM
MD
LG