د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اېتلافی قواو د اکمالاتو لاره خلاصه کړ


د پاکستان پولېس واېې چه په افغانستان کې ېې دناتو او د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو د اکمالاتو هغه لاره خلاصه کړی ده چه د سېمې قباېلو څه موده مخکی د اعتراض په ډول بنده کړی وه.

پاکستانی پولېس واېې دا لاره چه د بلوچستان د قلعه عبداله په لاره تېرېږی او قندهار ته رسېږی. دا لاره نن دپولېسو او د قباېلو تر منځ دخبرو نه وروسته خلاصه شوه.

دا لاره د تورخم پېښور دلارې په مقاېسه چه د نا ارامې خېبر درې نه تېرېږی، نسبتا ارامه ده او وسله وال سړي ددغې لارې په اوږدو کې په اکمالاتی کاروانونو باندی حملې نه کوی.

پولېسو ووېل چه ددې لارې بندېدلو د خېبر ددرې په لاره دطالبانو دحملو سره څه اړه نه لرله.

د امرېکا حکومت واېې چه سږکال به په قندهار کې د امرېکاېې قواو شمېر په فوق العاده توگه زېات کړی او د پاکستان نه په افغانستان کې ېې د نظامی قواو لپاره د اکمالاتی لارو خلاصېدل خورا ډېر اهمېت لری.

بل پلو، پاکستانی پولېس واېې څو تنو نامعلومو ټوپک والاو چه په موټر ساېکلو باندی سواره ؤ، نن دبلوچستان په مرکز، کوېټه کې دسړک په غاړه څلور پولېسان ووېشتل او وېې وژل.

بلوچستان چه دافغانستان او اېران د سرحد سره نژدی پروت دی، ډېر گاز او تېل لری. تراوسه لا چا ددی حملو مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی، خو په کال څلور دپاسه دوه زره مېلادی بلوڅانو خپل پاڅون ددی لپاره شروع کړ چه خپل سېاسی حقوق او په طبعی منابعو کې دپاکستان دحکومت نه خپله برخه واخلی.

XS
SM
MD
LG