د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان څو تنه مشکوک یاغیان نیولي


پاکستاني پولیس وایی چی دوی د ملک په جنوب کی څه د پاسه ١٢ اسلامي یاغیان په یوه حمله کی نیولي دي.

هغوی وایي چی دوی دا حمله نن د پنجشنبې په ورځ د کراچی په ښار کی د مشکوکو یاغیانو په پټو ځایونو باندی وکړه. یاغیانو په پولیسو باندی متقابلي ډزی وکړې چي په کی د پولیسو دوه صاحب منصبان ووژل شول او لږ تر لږه نهه تنه زخمیان شول.

دا لا نه ده معلومه چی دغه یاغیان په کومي خاصي ډلي پوری اړه لری که نه.

نړۍ والي ټولني په پاکستان باندی فشار اچولی چی یاغیان په سختۍ وځپي. په هغه ملک کی د یاغیانو د حملو زور زیاتره د افغانستان سره په سرحدي قبایلي سیمو کی دی.

مگر کله چی د تیر نومبر په میاشت کی د هند د مومبای په ښار کی تروریستي حملې وشوې نو له هغې وروسته ددغو دواړو ملکونو تر منځ تاوتریخوالی ډیر زیات شوی دی.

هند دا حملې د پاکستان سره مربوطوي مگر پاکستان دا خبره نه مني .

XS
SM
MD
LG