د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا د افغانستان په شخړه باندی نوی کتنه او غور کوی


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې د افغانستان او پاکستان مسله به د اپرېل په مېاشت کې د ناټو په کنفرانس کې چې په پارېس کې به وشی دمهمو مساېلو د لېست په سرکې ځاې ولری.

تر دې همدی وخت پورې به د امرېکا نوی حکومت د افغانستان په باب خپله پراخه او جامع ستراتېژی هم وړندی کړی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما اراده کړېده چې د پېنتاگان هغه پلان لاسلېک کړی چې واېې دېرش زره نور عسکر دی افغانستان ته ولېږل شی.

خو دا اداره دا اټکل هم نه کوی چې د عراق په څېرې دې د عسکرو زېاتوالی په کافې اندازه د شخړې لاره چې له تېرو اوو کلونو راهېسی مخ په خرابېدو روانه ده بدله کاندی.

د منتخب جمهور رئېس براک اوباما د امنېتی سلا کارانو ډله واېې چې د اضافی عسکرو لېږل به نوی ادارې ته په کافی اندازه وخت ورکړی چې په افغانستان کې د امرېکا په ستراتېژی باندی له سره کتنه وکړی او ېوه پراخه او هراړخېزه ستراتېژی جوړه کاندی.

دنوېو عسکرو په لېږلو سره به په افغانستان کې د امرېکا عسکر دوه چنده شی.

منتخب جمهور رئیس براک اوباما په خپلو خبرو کې افغانستان د ترهگری خلاف جگړه کې مرکزی جبهه بولی.

واشنگټن پوست لېکی چې په تېرکال کې په افغانستان کې شراېط په هرمعېار او ترازو چې وتلل شی مخ په خرابېدو روان وو. دطالبانو حملی ترپخوا دومره زېاتی وې چې سابقه ېې نه درلوده او د امرېکا په تلفاتو کې هم زېاتوالی راغلی و.

د شخړې لمن له افغانستان نه هند ته هم اوږده شوه.

ورځپآڼه لېکی چې منتخب جمهور رئېس اوباما ژمنه کړی وه چې د افغانستان مامورېت د دنورو عسکرو، مالی امکاناتو او دېپلوماسۍ په واسطه پاېته ورسوی.

نوی اداره به له داسی، سخت او ستر مامورېت سره مخامخ وی چې تر اوسه لا شروع شوې هم ندی.

واشنگټن پوست لېکی چې د نومبر د انتخاباتو نه را په دېخوا اوباما ته د جگړی په باب ډېرې ارزونی او څېړنی ور رسېږی.

د ملی استخباراتو اټکل په خپل رپوټ کې خبرداری ورکوی چې د القاعده نوې تشکېل شوې رهبری د افغانستان او پاکستان په غرونو کې ځانته مرکز جوړ کړېدی او د امرېکا او اوروپا خلاف خپلو برېدونو ته ادامه ورکوی.

واشنگټن پوست لېکی چې د بش ادارې پخپله پالېسی باندی په افغانستان کې ېوه مهمه کتنه تېره مېاشت پاېته ورسوله. په دغه نوی کتنه او ارزېابی کې داسی خبری راغلی وې چې دا په کې منل شوې وه چې د افغانستان نوی دېموکراسی چې باثباته وی او افراطېان پکی نه وی، ښاېې دا دواړه لاسته راوړونکې نه وی او په مالی لحاظ هم گران پرېوزی.

نو ښاېې چې امرېکا دخپلو ترجېحآتو په لېست کې د بدلون راوستل قبول کاندی.

واشنگټن پوست د بش د اداری دېوه معتبر قوماندان له قوله لېکی چې موږ کوم ستراتېژېک پلان نه لرو او نه مودرلود. د نوی اداری اولنی کارباېد داوی چې د امرېکا خلکو ته دا تشرېح کړی چې په افغانستان کې زموږ مامورېت څه دی.

د امرېکا پوځ دافغانستان په مامورېت کې د اضافی عسکرو لېږلو ته اندېښمن دی او غواړی چې اوباما په دې برخه کې د مهم خپل منځی بحث نه وروسته دحل ېوه لاره راوباسی.

په دې ترڅ کې به په دې هم خبری وشی چې اېا دابه ېوه عنعنوی جنگ وی او که گورېلاېې جنگ به وی چې د خاصو اهداف د وېشتلو لپاره به کېږی.

له ېوې خوانه منابع محدودی دی او له بلی خوانه که پوځ په دې تمر کز وکړی چې د طالبانو موجودېت له منځه ېوسی نوزېاتره ماهران فکرکوی چې امرېکا اومتحدېن به ېې هېڅکله هم په کافی اندازه عسکر ونه لری چې پراخه سېمی او ډېر نفوس پری کنترول کاندی.

واشنگټن پوست لېکی چې توقع وه د افغانستان پوځ په راتلونکېو څو کلونو کې له ٨۴ زرو نه دوه چنده شی. په داسی حال کې چې د امرېکا ېې روزونکېو سم نېماېې بستونه ډک کړی شوېدی.

د امرېکا خارجه وزارت اوملکی ماهرانو ته به څنگه امکانات برابر کړی شی ، اوباما وېلی دی چې پکارده دانکشاف او پرمختگ ملکی ماهران ډېرو مسوولېتونو ته غاړه کېږدی.

واشنگټن پوست لېکی چې اېا اوباما هغه څه کولی شی چې دهغه نه مخکی جمهوررئېس ونکړی شول. اېا هغه ېوه داسی مشترکه ستراتېژی، پر ۴١ هېوادونو او بې شمېره نړېوالو او غېردولتی موسسو باندی چې په افغانستان کې فعالېت کوی منلی شی؟

له بل پلوه اوباما له اېران سره هم د ډېرې موثرې دېپلوماسی وعده کړېده او د پاکستان لپاره ېې هم د ېوه پراخه پلان د جوړولو وعده کړی ده.

واشنگټن پوست لېکی څرنگه چې داوباما اداره به له هماغې اولی ورځی نه له خپلو کورنېو اقتصادی ستونزو، د حماس او اسراېېلو ترمنځ په غزه کې جگړې او د گوانتانمو د زنداند بندولو په څېر مساېلو سره مخامخ وی، نو نوی اداره واېې چې دافغانستان په مسله به تلوار نه کوی.

د اوباما ېوه سلاکار ووېل چې په دااوس وخت کې دوی په ډېر دقېق ډول پرمساېلو باندی غور کوی. واشنگټن پوست لېکی توقع ده چې دنوی ستراتېژی حد اوبرېد د اپرېل دمېاشتی نه مخکی راڅرگند شی ځکه چې په دغه وخت کې دناټو په غونډه کی چې په فرانسه کې به وشی افغانستان او پاکستان به د اجنډا په سرکې وی.

دناټو انډېوالانو ته به ېو هراړخېز اوجامع پلان وړاندی شی او دعملی کولو غوښتنه به ېې وشی.

اوباما هېله من دی چې په اوروپا کې د خپل محبوبېت له امله له اروپاېې هېوادونو نه د نورو عسکرو اومالی مرستو غوښتنه وکړی.

XS
SM
MD
LG