د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې خارجه وزیر پاکستان ته تللی


د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ میلیبېنډ اسلام آباد ته رسیدلی او ویل کیږی هغه به د نورو مسالو په لړ کی د هند په مومبای کی د تروریستي حملو په باب هم د پاکستاني مقاماتو سره خبري وکړی .

دیپلوماتیکي منابع رپوټ ورکوی چی ټاکل شوې ښاغلی مېلیبېنډ به مستقیما د جمهوررئیس آصف علي زرداري ، صدراعظم یوسف رضا گیلاني او نورو چارواکو سره وگوری .

هغه پرون د پنجشنبې په ورځ په هند کی وویل چی پاکستاني چارواکي باید دهغو تروریستي ډلو په مقابل کی چی د پاکستان په خاوره کی فعالیت کوی هیڅ زغم او حوصله ونه کړی . میلیبېنډ دا هم وویل چی د تروریزم سره د مبارزې د پاره د هند او پاکستان تر منځ همکاري ډیره ضروري ده .

پاکستاني چارواکو ویلي دي چی دوی د هغي دلي چی د تیر نومبر په میاشت کی په مومبای کی د تروریستی حملو د کولو تور په لگیدلی دی ، ٧١ غړي نیولي دي .

هغوی وایي چی په نیول شوو کسانو کی د لشکر طیبه د ډلي او د جماعت الدعوه د اسلامي خیریه چارو د ډلي د منځنۍ او لوړی سطحي غړي شامل دي .

XS
SM
MD
LG