د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرگي ۴ ملکیان او یو امریکايي عسکر وژلی


افغان ماموران وائې، په کابل کې یو ځانمرگي دموټر بم چاودنه کړی چې څلورتنه ملکی افغانان او یو امریکائې عسکر پکې وژل شوی او دشپږوامریکائې عسکرو په شمول نولس تنه نور زخمیان کړیدی .

دغه چاودنه نن دشنبی په ورځ دامریکا یوې نظامی اډې او دالمان سفارت ته نژدی وشوه چې ټینگ امنیت پکې نیول شوی او دچاودنی ضد کانکریټی دیوالونه ئې مخی ته جوړشویدی .

دالمان دبهرنیوچارو دوزارت مامورانووویل، ددوی دسفارت ځینی غړی هم په دغه چاودنه کې زخمیان شویدی .دالمان دسفارت او دامریکا دنظامی اډې دواړو ودانیو ته تاوان اوښتی دی .

طالبانو ددغې چاودنی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی .

تیرکال دکابل په ښارکې یو لړچاودنی شوی وی. په دوی کې هغه چاودنه هم شامل وه چې دنومبر په میاشت کې دامریکا سفارت ته نژدی شوی وه چې څلورتنه افغان ملکیان پکې وژل شوی وو. دډیسمبر په میاشت کې یو ځانمرگی چې دالمان دسفارت موټر ئې هدف و، حمله وکړه او دری تنه افغان ملکیان ئې وژلی وو.

نن ناوخته دافغانستان په ختیځ کې یوبل ځانمرگی دموټر بم په چاودنه کې یوملکی کس وواژه . مامورانووویل، دغه ځانمرگی دننگرهاردچپرهارپه ولسوالی دامریکا په مشری دقواو او دافغان پولیسو دکتارسره دغه حمله وکړه . په دغه چاودنه کې دری تنه ملکیان او دری تنه پولیسان زخمیان شویدی .

XS
SM
MD
LG