د لاس رسي وړ اتصالات

د لوړې مخکې د اوباما وروستی پیغام


د امریکا منتخب جمهوررئیس بارک اوباما دسه شنبی د ورځی د لوړی د مراسمو نه دمخه خپله دډیموکراتیک گوند وروستی اونیزه وینا وکړه چې دامریکا په تاریخ کې دلوړی د مراسمو معنئ منعکس کړی.

هغه نن پخپله راډیوئې وینا کې وویل، دلوړې مراسم داسی دود دی چې دامریکا دسترتوب زړه بلل کیږی چې پدی مراسموکې له یو مشرنه بل مشرپه سوله ایزه توگه قدرت انتقالیږی .

هغه وویل، په امریکا دډیموکراسی ددغه مرکزی اړخ ضمانت شویدی . مگر ښاغلی اوباما وائې، په نړۍ کې په میلیاردو کسان ددی تصور نشی کولی چې ددوی مشران دی قدرت بی له ونیو تویولو یا جنگ نه خوشی کړی .

ښاغلی اوباما وویل، دلوړی دغه ارزښتونه او روحیه به ضروروی چې هیواد وساتی ، په داسی حال کې چې دجنگ او اقتصادی ستونزو سره لاس په گریوان دی .

XS
SM
MD
LG