د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعده له خوا د یو نوی ټیپ خپریدل


د امریکا یوه امنیتی اداره وایی چی د القاعدی یوی مشکوکی یاغی ډلی یو نوی ویډیو ټیپ خپور کړی چی جرمنی ته په کی له دی کبله اخطار ورکړل شوی چی د افغانستان په موضوع کی لتاړ دی.

د سایت په نامه یوه استخباراتی اداره وایی چی په دغه دیرش دقیقی ویډیو ټیپ کی یو سړی چی ځان جرمنی ابو تلحه بولی وایی چی جرمنیان به ډیر ساده وی که فکر وکړی چی د افغانستان په جنگ کی د گډون په خاطر به تری غچ وانه خیستل شی.

هغه په جرمنی ژبه خبری کولی چی په عربی ژبه یی ژباړه هم ورسره لیکل کیده.

د سایت اداره وایی چی دغه سړی په خپل مخ نقاب ایښی و او توره لنگی یی په سر کړی وه ،د هغه د خبرو سرلیک د جرمنی د ژغورلو پلان و.

د سایت اداره وایی چی دغه ویډیو ټیپ د شنبی په ماښام خپور شوی او د اکتوبر په میاشت کی د القاعدی د از سهاب په سټډیو کی جوړ شوی دی.

د دی ټیپ مؤثقیت تر اوسه نه دی ثابت شوی.

طالبانو د شنبی په سهار ادعا کړی وه چی په پاینخت کابل کی یی د جرمنی سفارت ته نژدی بم دوی ایښی ؤ.

په دی حمله کی څلور افغانان او او یو امریکایی عیکر وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG