د لاس رسي وړ اتصالات

ډېوېډ مېلېبند: د بش دترهگری جگړه بې لارې کوونکی او اشتباه وه


د برتانېې د ټاېمز ان لاېن خپرونه لېکی چې د برتانېې خارجه وزېر د امرېکا د جمهور رئېس بش پرپالېسی باندی انتقاد وکړ. هغه د امرېکا ددغه تلونکی جمهور رئېس د ترهگری خلاف جگړه بې لارې کوونکی او اشتباه وبلله.

هغه ووېل دا ېوه داسی طرېقه وه چی افراطېان ېې د غرب خلاف متحد کړل.

ډېوېډ مېلېبند په مومبئی کې د خپلو خبرو په ترڅ کې ووېل چې د ترهگری خلاف جگړې ېوه غلطه او کاذبه نظرېه ورکړېده چې ېونړېوال دښمن د اسامه بن لادن په شخصېت کې او القاعده دهغه د ېو تنظېم په شکل کې وړاندی کوی.

هغه ووېل چې دترهگری خلاف جگړې په سبب سهوا د القاعده پروپاگندی ته دوام ورکړ شو او دا خطر ېې منځته راوړ چې خطر له هغه نه ډېر غټ وښودل شی چې څومره په اصل کې دی.

هغه ووېل څومره چې موږ ترهگری ډلې سره ېوځای کوو په هماغه اندازه موږ دهغو کسانو په لاس کې لوبېږو چې ددغو مختلفو ډلو چې پخپلو کې ډېر کم مشترک شېان لری، د ېووالی کوشش کوی.

ټاېمز ان لاېن لېکی چې هغه دغه وېنا د تاج محل پېلېس په نامه هوټل کې ورکړه. دا په هغودوه هوټلونوکې ېو هوټل دی چې د نومبرپه مېاشت کې په مومبئی کې پرې حملی وشوې.

دېوېد مېلېبند د برتانېې په حکومت کې د بش دخارجی پالېسی په سختو نقادانو کې شېمرل کېږی. خو دهغه انتقاد په داسی وخت کې کېږی چې د بش لپاره په سپېنه ماڼی کې ېودوه ورځی پاتی دی اوترهغی وروسته به د امرېکا نوی جمهور رئېس براک اوباما په کار پېل وکاندی.

ټاېمز ان لاېن لېکی چې ډېوېډ مېلېبند ددې پوښتنی په ځواب کې چې که چېرې هغه داتبصرې څو ورځی مخکی، د ښاغلی بش د جمهوری رېاست په دوره کې کړی واېې نوډېر زړور کاربه وای.

هغه دا خبره بې اهمېته وبلله او وېل چې مهمه خبره داده چې ترورېزم ېو وژونکی اومهلک تاکتېک دی نه کومه اېډېولوژی اوېا کوم انستېتېوت.

هغه ووېل چې دېموکراسی باېدی د ترورېزم خطر ته د قانون د حاکمېت په لوړولو باندی ځواب ورکړی. نه دا چی قانون دهغه لپاره راټېټ او ماتحت ېې واقع کړی.

هغه په دې برخه کې د گوانتانمو ېادونه وکړه او د اوباما دا وعده ېې تائېد کړه چې واېې د گو انتانمو جنجالی کمپ به بندوی.

ټاېمز ان لاېن د برتانېې د خارجه وزېر ډېوېډ مېلېبند له قوله لېکی چې د ترهگری خلاف جگړې اصطلاح ددې وړتېا لرله چې دا ېو ضرورت دی چې له ترهگری سره په بېړه معامله وشی او له قوت نه کارواخېستل شی.

خو هغه ووېل چې دابه ېو ه عجېبه مقاېسه وی چې د تمېل ټاېگرز په څېر ېوه مختلفه ډله چې د تمېل د قوم لپاره په سرېلانکا کی ځانته ملک غواړی هغه دې له لشکر طېبه سره چې په پاکستان کې دېره ده ېوځای شی.

د هند اوبرتانېې چارواکی په دې عقېده د ی چې لشکر طېبه دمومبی په حملو کې لاس درلود. لشکر طېبه ددې لپاره جوړه شوی وه چې هند له کشمېر نه وشړی.

ډېوېډ مېلېبند ووېل چې داخبره چې ترورېزم به اساسا په نظامی قوت وځپل شی، هم معلومه شوه چې تارېخ داوښودله چې دامرېکا او برتانېې قواوې په دې قادری نشوې چې د بغاوت او ملکی شخړو په موجودېت کې په عراق کې خپله لاره وباسی.

ټاېمز ان لاېن لېکی چې د د ترهگری خلاف جگړې اصطلاح داول ځل لپاره جمهوررئېس جورج بش په خپله هغه وېنا کې استعمال کړه چې کانگرېس ته ېې د سپتمبر په شلمه په ٢٠٠١ مېلادی کې وکړله.

ورځپاڼه لېکی چې په دې اونی کې هېلری کلنټن د امرېکا د سنا د خارجی اړېکو جرگه گۍ ته په دې ارتباط خپله وېنا لږ د لچسپه او جالبه کړله او د زېرکانه قوت اصطلاح ېې استعمال کړله.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼی په دې برخه کې ووېل چې ددې مانا دا ده چې د اثراو رسوخ د ټولو اړخونو استعمالول، ېعنی دا چې د دېپلوماېتک، اقتصادی، نظامی، قانونی، سېاسی او کلتوری اثر اورسوخ نه په داسی توگه کارواخېستل شی چې هغه مقصد پرې حاصل کړی شی چې څوک ېې غواړی.

XS
SM
MD
LG