د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د خپلې کورنۍ سره یوځای واشنگټن ته رسیدلی


د امریکا د منتخب جمهور ریس براک اوباما د لوړی د تاریخی مراسمو نمانځنه نن د ابراهم لینکن د قبر سره د کنسرت په جوړولو پیل کیږی.

ښاغلی اوباما او د هغه میرمن میشل به په دغه کنسرت کی برخه واخلی ، دغه کنسرت ته مونږ ټولو سره یو یوو شعار ورکړل شوی دی.

په دی کنسرت کی به ډیر سندرغاړی او د گلف د سپورت نامتو لوبغاړی ټایگر ووډ هم برخه ولری او د ایچ بی او ټلویزیونی چینل به یی مستقیمې خپرونی وکړی.

سپینې ماڼۍ ته د رسیدو په هدف ښاغلي اوباما دوه کاله کیږي سفر پیل کړې و او د شنبې په ورځ په هغه اورگاډي کې سپور و چې د څلورو ښارونو تیر او واشنگټن ته ورسید.

ددی تاریخي سفر د جزیاتو په هکله پام وکړئ د سید سلیمان اشنا رپوټ ته. دا ورځ د پنسلوانیه ایالت د فیلادیلفیا له ښاره پیل شوه.

په کال ١٧٧٦ کې د همدې ښار نه د امریکا متحده ایالتونو د خپلې ازادۍ اعلامیه خپره کړی وه.

منتخب جمهور رئیس براک اوباما د اورگاډي په ستیشن کې راغونډو شوو خلکو ته وویل چې هغه هیله لري چې دا ملت یو ځل بیا وکړې شي خپله د لاسه ورکړې روحیه بیرته ژوندۍ کړي.

اوباما: "راځئ چې ووایو چې دا انتخابات په امریکا کې د هغه بدلون پای نه دی چې موږ یې غواړو. خو پیل یې دی او ماسره پدی هڅه کې ملگري شئ. بلکه د یوبل سره ملگري شئ او هڅه وکړئ.

ټول سره یوځای شئ او په خپل ویاړلي تاریخ سوچ وکړئ.راتلونکې ته هیله مند اوسئ. راځئ په خپل وخت کې د یوی بهتره نړۍ په جوړولو هڅه وکړوو. مننه فیلادیلفیا".

ښاغلي اوباما د هغه میرمن میشل او لوني یې مالیه او ساشا ټولو په اورگاډي کې خپل سفر له همدې ښاره پیل کړاو د ویلمنگټن او دیلاور ښار چې د منتخب مرستیال جمهور رئیس جو بایډن د استوگنې ځای دی پرلور حرکت وکړ.

مخکې تردی چې بایډن هم د ښاغلي اوباما په اورگاډي کې سپور شي شاوخوا اته زرو راغونډو شوو خلکو ته، چې پدی سوړ ژمي کې یې د روښانه راتلونکې په هیلو او ولولو پسرلې جوړ کړی و، وویل،

بایدن: "زموږ اقتصاد په بد حالت کې دی، هیواد مو په جگړه کې ښکیل دی، خو ځنی وخت دا د باور نه لری ښکاري چې موږ به یو "ځل بیا پسرلی وگورو.او زه تاسو ته ویلی شم چې دا پسرلې ددی نوی ادارې سره راروان دی.

ښاغلي اوباما خپله وروستۍ وینا په بالټیمور او مریلنډ کې د هغه شاوخوا څلویښتو زرو مینه والو ته وکړه.

:اوباما: "د یو نوي استقلال لپاره ضرورت دی نه یوازې زموږ د هیواد لپاره بلکه زموږ په ژوند او زموږ په زړونو کې.د یو کوچنې فکر او خیال نه یعنی د تبعیض او تعصب نه خلاصون، د خودخواهئ او تنگ نظرۍ نه

دا غوښتنه د نفسي خواهشاتو نه بلکه د یو فرشته انسان په توگه باید ولرو.

د ښاغلي اوباما او ښاغلي بایډن دغه سفر په واشنگټن کې پای ته ورسیدو چیرته چې د څو ورځو راهیسی د لوړې د مراسمو لپاره د خوښیو د لمانځلو په هدف د هالیوود د سینما یو شمیر ستوري او مشهوره سندرغاړي راټول شوي.

XS
SM
MD
LG