د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او په امریکا کې د ځوانو مسلمانانو نظر


پدی کې هیڅ شک نشته چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې امریکایي ځوانانو مهم نقش درلود. پدی ځوان نسل کې مسلمان امریکایي ځوانان هم شامل دي

اوباما: "که هرڅوک پدی خبره شک لري چې امریکا د هرکار د ترسره کولو ځای دی که نه؟ هغه کسان چې دا ویره لري چې د هغوئ د خوبونو د پوره کیدو وخت دی که نه؟ او هغه څوک چې اوس هم زموږ پر دیموکراسۍ شک لري. نو هغه ته ویم چې د نن شپې بریا مو ځواب دی."

براک اوباما د جمهوري ریاست انتخابات وگټل خو د ډیرو ژمنو ترڅنگ،اوباما په امریکا کې د یو د بل په وړاندې د زغم او بی له کوم تبعیضه د نژاد،رنگ او ژبې په وړاندې د مساوي گام اخستو هوډ او ژمنه کړې.

ځنی مبصرین پدی اند دي چې ښایې د جمهور رئیس جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د امریکا په وړاندې د اسلامي نړۍ د کرکې زیاتیدو له امله د جمهوري ریاست په سیالیو کې تر جمهوري غوښتونکی کاندید جان مکین اکثره روڼ انده او په ځانگړې توگه ځوان مسلمان امریکایانو هم براک اوباما ته رایه ورکړی اوسي.

پدی هکله مو د جورج ټاون په پوهنتون کې د څو ځوانو مسلمانو امریکایي محصلینو نه وپوښتل ــ نو هریوخپل، او بیل نظر درلود.

منتخب جمهور رئیس براک اوباما زما په څو مختلفو وجو خوښ دی.زما په خیال هغې امریکا ته داسې روحیه ورکړه چې تردی مخکې بل هیڅ یو جمهور رئیس نه وه ورکړې.خصوصاً د کال ١٩٩٢ د بل کلنتن د وخت رادیخوا.

د براک اوباما د مذهبي عقیدې په هکله خلکو سره مختلف نظرونه دي او د انتخاباتی مبارزې پرمهال خو حتې په څو ډوله د هغه د اسلام سره د تړاو خبره زیاته تبلیغ شوه.

"د یوی مسلمانې امریکایي په توگه زه د اوباما نه د هغه د تیرو تجربو او د هغه تحمل نه چې هغې د یو بل ځایه د ځانه سره راوړې هیله لرم چې هغه به یې پدی هیواد کې پلې کړي او د یوبل په وړاندې د تحمل لارښود به شي."

"زه به یې واضح وویم چې د هغې نه په بهرنۍ پالیسۍ او مدني ازادیو کې د زیاتو بدلونونو د راتلو هیله لرم.موږ ټول پدی هیله یاستو چې دا به د جمهور رئیس بوش د حکومت په پرتله یو ستر پرمختگ اوسي. مگر دا باید هم په یاد ولرو چې اوباما سیاستمدار دی او هغومره هیله ورنه نه ده پکار."

دا هیلې یوازې ددی ځوانانو ندي بلکه زیات شمیر هغه ځوانان چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې د بدلون د شعار پلوي کړې په همدې هیله دي، دا محصلین چې په اصلي خټه د غیر امریکایي هیوادونو دي پدی اند دي چې اباما ټولې نړۍ ته په مذهب، کلتور او سیاست کې یو نوی پیغام لري.

0"د هرسړي سره مینه لري، بردباره دی ،لکه زما ملگرو چې وویل هغه یو با عقیدی شخص دي ، بس د یو مسلمان په توگه زه د یو مسیحي اوباما نه همدا هیله لرلې شم."

"زما هیله دا ده چې هغه به د هغو مختلفو کشمکشونو په حل ښه پوه شي چې دلته په امریکا کې مسلمان امریکایان یا نور اقلیتونه ورسره مخا مخ دي."

XS
SM
MD
LG