د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراېېلو قواوې له غزې نه وتلو ته ادامه ورکوی


داسی معلومېږی چې هغه اوربند چې په غزه کې شوېدی تر نن پورې دوام لری. تردی مخکی دری اونی د اسراېېلو تهاجمی حملو دحماس خلاف دوام درلود.

دا حمله د ددواړو خواو له طرفه د اوربند په اعلان بنده شوه.

د اسراېېلو قواوې له غزې نه په تدرېج سره په شاروانی دی د اسراېېلو صدر اعظم ېهود اولمېرت واېې چې د حماس خلاف د اسراېېلو حملی هغه ټول اهداف ترسره کړېدی چې په نظر کې نېول شوی وو او دی غواړی چې خپلې قواوې له له غزې نه څومره ژر چې کېدلی شی وباسی.

د حماس نظامی څانگی نن د اول ځل لپاره خپل تلفات خپاره کړل. هغوی ادعا کوی چې د دغی ډلی ۴٨ جنگېالی په دې جگړه کې وژل شوېدی او تقرېبا اتېا تنه اسراېېلی عسکر ېې ددغی جگړې په دوران کې وژلی دی.

خو دا شمېر د تلفاتو له هغه شمېر نه تفاوت لری چې اسراېېلو او د فلسطېن د روغېتا چارواکېو په غزه کې ورکړېدی. اسراېېل واېې چې دوی د حماس تر پنځو سوو پورې جنگېالی وژلی دی. اولس تنه اسراېېلی عسکر هم وژل شوېدی.

په داسی حال کې چې فلسطېنی چارواکی واېې چې لږ تر لږه دولس سوه فلسطېنېان په دغه جگړه کې مړه شول او لږ تر لږه سم نېماېې ېې ملکېان ول.

په عېن حال کې سعودی عربستان نن ووېل چې د عربو د اقتصادی سر مشرېزی غونډی په دوران کې چې په کوېت کې کېږی دا هېواد به ېو ملېارد ډالره په غزه کې د بېا رغونی لپاره داعانی په توگه ورکړی.

XS
SM
MD
LG