د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق ډېر مقتدر شېعه مشر پر عراقېانو غږ کوی چې په انتخاباتو کې برخه واخلی


د عراق ډېر مقتدر شېعه مشر اېت الله العظمی علی سېستانی پر عراقېانو غږ کوی چې د جنوری په ېودېرشمه نېټه باندی په انتخاباتو کې برخه واخلی.

اېت الله علی سېستانی نن ددوشنیبی په ورځ ووېل چې دی غواړې چې راېېې ورکووونکې په ډېر احتېاط خپل کاندېد انتخاب کړی. خو هغه په خپله د کوم کاندېد له تائېد کولو نه انکار وکړ.

علی سېستانی راېې ورکوونکی دېته وهڅول چې دوی انتخابی حوزې ترک نکړی حتی که دوی د تېرو انتخاباتو له نتاېجونه ماېوسه هم وی.

علی سېستانی د عراق د زېاتره شېعه گانو په منځ کې ملاتړ لری او دهغه په وېنا کې داسی معلومېږی چې خپل ځان له مذهبی شېعه ډلو نه لېری ساتی.

گوندونه کوشش کوی چې داسی فضا منځته راولی چې دی دهغوی ملاتړ کوی. رپوټ واېې چې د ۴۴٠ اېالتی شوری گانو د چوکېو لپاره تقرېبا څوارلس زره کاندېدان په انتخابی مبارزه کې برخه اخېلی. داچوکی د عراق د اتلسو ولاېتونو له جملی نه په څوارلسو ولاېتونو کې دی .


بل پلو، په عراق کې هغه خبرېال چې دامرېکا پر جمهور رئېس باندی ېې په تېره مېاشت کې په ېوه خبری کنفرانس کې د بوټونو گوزارونه کړی ول، دهغه وکېل ووېل چی دی په سوېس کې سېاسی پناه وغواړی.

د تلوېزېون خبرېال منتظر الزېدی پرجمهوررئېس بش باندی د بوټونو له گوزارنه وروسته سمدالاسه مشهور سو . په عربی نړی کې پر چاباندی د بوټ گوزار کول ډېر غټ سپکاوی گڼل کېږی.

دهغه وکېل چې په جنېوا کې دېره دی واېې چې دده موکل منتظر الزېدی کله چې په عراق کې له زندان نه خوشی سی په دغه هېواد کې ژوند نشی کولی.

هغه ووېل چې دغه خبرېال اوس هم دعراق له رژېم سره بندی دی. او په داسی حا ل کې چې خپلې محکمی ته انتظار باسی دعراقی چارواکېو له خوانه وهل شوی او تعذېب شوېدی.

XS
SM
MD
LG