د لاس رسي وړ اتصالات

د بوش پای او د اوباما پیل


د امرېکا نوي جمهور رئېس براک اوباما ته نن د وفاداری سوگند ورکړل شو. هغه د خپلې انتخابی مبارزې په دوران کې وېلی وو چې دی به په افغانستان کې د امرېکا هڅی نورې هم تقوېه کړی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼی د جنوری په دېارلسمه گڼه کې دهغه د سلاکارانو له قوله ولېکل چې د اوباما اداره به دامرېکا په پالېسی باندی د ا فغانستان په هکله له نوی کتنه او څېړنه وکړی او ېوه نوی اوهراړخېزه پالېسی به جوړه کړی.

پخوانی سفېر پېټر ټامسن د ٩٠ د لسېزې په اولو کلونو کې پخوانی شوروی اتحآد په مقابل کې د افغانستان د مقاومت د گوندونو لپاره د امرېکا د حکومت خاص استاځی و.

دامرېکا غږ پښتو څانگی همکار نسیم ستانېزې په دې اړه د له پخوانی سفېر پېټر ټامسن سره مرکه کړېده چې نوی اداره به دافغانستان په راتلونکی باندی څه اغېزه ولری.

مرکه:

پوښتنه : ستاسی په نظر به دافغانستان په هکله دامرېکا پر پالېسی باندی دامرېکا د نوی حکومت له خوانه کتنه پر افغانستان څه اغېزې ولری؟

سفېر تامسن: " زه داسی اټکل کوم چې د پالېسی دا کتنه او څېړنه به چې نوی اداره پرې هم دا اوس لگېا ده، ډېره مثبته وی. او زما په نظر به دامرېکا د حکومت تعهد د افغانستان په هکله نور هم تقوېه کړی. بله داچی دامرېکا مرستی به نه ېوازې دا چې دوام پېدا کاندی بلکه زېاتی به شی.

ستاسی به په ېاد وی چې دانتخاباتو په وخت کې منتخب جمهوررئېس براک اوباما په خپله انتخابی مبارزه کې څو څوځلې وعده وکړه چې خپله توجه به افغانستان ته زېاته کړی. اوله افغانستان سره مرسته وکړی چې د خپل تارېخ له دې مشکل پړاونه تېرشی."

د امرېکا د جمهوری رېاست مرستېال جوباېډن چې په دې نېژدی ورځو کې افغانستان ته سفر وکړ هغه هم په خپلو خبرو کې د امرېکا تعهد دافغانستان په هکله حتی مخکی تردی چې نوی اداره په کار پېل وکړی، بېا تکرار کړ.

ښاغلی ټامسن افغانستان ته دامرېکا دمرستوپه هکله ووېل چې مرستی به ډېرې زېاتی شی. په ٢٠٠٨ مالی کال کې ېوولس اعشارېه څلور ملېارده و او په نوی کال کې به ډېر زېات شی.

له ښاغلی ټامسن نه پوښتنه وشوه چې د دافغانستان په هلکه دامرېکا د پالېسی په نوی کتنه کې به ډېره توجه څه ته وشی ؟
پخوانی سفېر ټامسن په دې برخه کې داسی ووېل :

"د پالېسی په کتنه کې به مهمه برخه د هغو غلطېو او اشتباهانو د اصلاح په برخه کې وې چې له امرېکا نه په افغانستان کې شوېدی. البته نورهم سهوې او غلطی کوی، دپاکستان حکومت عالی نظامی قوماندی نه غلطی شوېدی او نورې به هم ترېنه وشی، دافغانستان له حکومت نه خپله برخه غلطی شوېدی."

د پالېسی په کتنه کې به دا کوشش وشی چې هغه غلطی گانی اواشتباهات تشخېص کړی شی چې موږ په افغانستان کې کړېدی. په دې ترڅ کې به دافغانستان د کلتور او تارېخ په هکله په ښه توگه فهم اومعلومات او تقدېر شامل وی.

د امرېکا مرستی چې په افغانستان کې د امنېت و بېارغونی لپاره کېږی هغه وخت به موثرې وې چې دافغانستان په حالاتو باندی ښه فهم او درک موجودوی.

ددی خبری دوه مثالونه موجود دی. اول داچی موږ مستقېمه مرسته هغو خلکو ته نده ورکړې چې دافغانستان په پنځه وېشت زره کلېو کې اوسېږی او دهغوی اداره د قبېلی او قوم دخانانو، ملکانو او جرگو په واسط کېږی. دملی ېووالی پروگرام په همدی منظور جوړ شوی و چې ددغو مشکلاتو ځواب وواېې.

پکارده چې دغه پروگرام ته نورې منابع ورکړی شی او محلی ټولنی په دې برخه کې پرېکړه وکړی چې هغوی څه شی ته ضرورت لری. داقتصادی انکشاف لپاره په څه ډول اقدام کوی چې بهرنی نړې ېې ملاتړ وکړی.

بل مثال ېې دا دی چې له اتو کلو نو نه وروسته دکابل ېوازې اته فېصده خلکو ته برېښنا رسېږی. داکار د منلو وړندی.
له هغه نه په نظآمی برخه کې داصلاحاتو پوښتنه وشوه

پخوانی سفېر ټامسن په دې برخه کې داسی ووېل: "په نظامی برخه کې دې دېته توجه ډېره شی چې زېات کارونه افغانی بڼه ولری او پرافغانان باندی زېاته اتکا وشی. ځکه چې افغانان خپل امنېت په ښه توگه ساتلی شی نه خارجېان. زه فکر کوم چی تاسی به په دې برخه کې ډېره توجه ووېنی.

همدا رنگه تاسی به په دې برخه کې هم دراتلونکې ادارې توجه ووېنی چې د هغو غلطېو په اصلاح کې کوشش وکړی چې د بش ادارې کړېدی. د پاکستان په اړه چې موږ کوم اعتبار درلود جنرال مشرف په افغانستان کې دننه دوه مخېزه لوبه شروع کړه.

هغه د ترهگرانو بنېادی مرکزونه په شمالی پاکستان کې پرېښودل. نړېوال ېې د ترهگری قربانی کړل او افغانستان دترهگری مهم قربانی شوې هېواد دی. په دې ترڅ کې ډېر اسلامی هېوادونه هم د ترهگری قربانی شول. په دې کې اندونېزېا، سعودی عربستان ، او برتانېې او اسپانېې هم د ترهگری ناوړه حملی ولېدلی.

مشرف ېو څه کسان ونېول خو داې اېس ای ادارې له دغو کمپونو نه د حملو تنظېم ته په افغانستان کې ادامه ورکړه. په دې کې عام خلک ووژل شول او داېتلاف د قواو عسکر ېې ووژل. اوس دغه ترورېستی ډلی په خپله په پاکستان ورتاوشوېدی او حملی پکی کوی.

پخوانی سفېر تامسن زېاته کړه چې د پاکستان حکومت په دې پوهېږی چې دطالبانو مهم مشران چېرته دی او د روزنی کمپونه چېرته دی. هغوی ېې بندولی شی. په افغانستان کې دختېځ او جنوب ولاېتونه چې زېاتره پښتانه پکی اوسېږی هغوی ددغو ترورېستی حملو له لاسه ډېر زېانونه او کړاونه گالی.

او دا هغه خلک چې د پخوانی شوروی اتحاد له ېرغل سره هم مخامخ شوی ول او زېات ځانی اومالی تاوانونه ور اووښتی ول. دغو خلکو په ډېره زړورتېا جگړه وکړه او ډېر زېانونه ېې ولېدل. د پښتنو دغه ټولنی چې ډېر تلفات ېې لېدلی دی د اقتصادی مرستو او کومکونو مستحقی دی.

دنوی ادارې له راتلو سره به دغه کومکونه راځی او د سړکونو، کتنځاېونو، ښوونځېو او کرنی په برخه کې به لگول کېږی.
طالبان دغو خلکو ته ددغو مرستو ور کول منع کوی. هغوی د ښوونځی د ښوونکیو سرونه غوڅ کړېدی او دهر هغه چا غوڅوی چې همکاری کوی.

له ښاغلی ټامسن نه پوښتنه وشوه چې دافغانستان د اقتصادی انکشاف په عملی کولو کې به د امنېتی ادارو نقش څه وی؟

پخوانی سفېر ټامسن په دې برخه کې داسی ووېل: " دافغانستان په اردو کې زېاتوالی او د افغانستان په پولېسو کې اصلاح او رېفورم او دناټو دقواو همکاری چې سرحدی سېمو ته ولاړی شی دا به داقتصادی انکشاف او پرمختگ اوبېا رغونی د پلان لپاره امنېت برابر کړی چې دا پلان پر مخ ولاړ شی. په دې برخه کی به په خاصه توگه په هغو کلېو او ټولنو باندی تمر کزو شی چې د ا په افغانستان کې شل پنځه وېشت زرو په شاوخواکی دی. ددغو سېمو پرمختگ اوبرخه اخېستنه د اقتصادی پرمختگ اوانکشاف لپاره ډېره ضروری ده.

ښاغلی ټامسن په دې برخه کې چې نوی اداره کوم مهم ټکی ته پام وکړی داسی ووېل : " ېوه بله مسله چې نوی اداره پرې په افغانستان کې تمرکز کولی شی هغه انتخابات دی. چې په افغانستان کې داساسی قانون له مخی پکارده چې په ٢٠٠٩ مېلادی کال کې کې انتخابات وشی.

نو پکار ده چې نوی اداره دی مسلی ته ډېره توجه وکړی چې انتخابات په خپل وخت باندی وشی او که ونه شی نو روان حکومت به د افغان اولس په مخکی خپل مشروعېت له لاسه ورکړی.

نړېواله ټولنه کوشش کوی چې انتخابات وځنډوی تر ٢٠١٠ پورې او ېا ترهغی وروسته وځنډوی. دا به داسی ښکاره شی لکه څوک چې غواړی په قدرت پورې ونښلی لکه څنگه چې برهان الدېن ربانی د ١٩٩٠ په لسېزه کې داکار کړی و. له دېموکراسی نه نن سبا تر اتېاو نه زېاتو هېوادونو کې چې مسلمان او غېرمسلمان هېوادونه پکی شامل دی کار اخېستل کېېږی.

په نړی کې ستراسلامی هېواد اندونېشېا ده چې انتخابات پکی کېږی. پاکستان دتېرکال په جنوری کې انتخابات وکړل او اوس دېموکراسی حکومت لری.

افغانانو دېموکراسی د کمونېستانو له اقتدار نه لس کاله مخکی په خپل نظام کې دېموکراسی معرفی کړی وه. اوس چې د طالبانو د سقوط نه وروسته د انتخاباتو لپاره زېربنا بېا جوړه شوېده نو پکارده چې انتخابات په خپل وخت باندی وشی. سږکال افغانان خپل بل جمهوررئېس ټاکلی شی او هېڅ خارجی قدرت باېد پکی مداخله ونکړی. داباېد ېوازې دافغانانو انتخاب وی.

XS
SM
MD
LG