د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د امریکا د جمهور رئیس په توگه لوړه واخلي


په امریکا کې نن د نوي جمهور رئیس براک اوباما د لوړې مراسم پر ځای کیږي. د نړۍ بیلا بیلو ملکونو په دې اړه مختلف عکس العملونه ښودلي دي

په افغانستان او پاکستان دواړو ملکونو کې خلک دا فکر کوی چې د اوباما د حکومت په دوران کې به د امریکا په بهرنۍ پالیسئ کې دغه دوه ملکونه خاص ارزښت ولري. دوی تمه لري چې د افغانستان او پاکستان په باب به د امریکا په پالیسیو کې د پام وړ بدلون راشي.

خو د اوباما حکومت به په دواړو ملکونو کې له سخت مشکل سره مخ وي. دا مشکل یوازې د طالبانو موجودیت نه بلکه په افغانستان او پاکستان دواړو کې د امریکا ملاتړ لرونکي حکومتونه دي چې د کمزورئ په لور روان دي.

په افغانستان کې، چیرې چې د تیرو اوو کلونو راهیسې جگړه روانه ده، خو بیا هم په دغه ملک کې نه خو طالبان له منځه تللي او نه هم یو قوي مرکزي حکومت رامنځته شوی دی. ډیر افغانان دا اندېښنه لري چې امریکا په افغانستان کې د ثبات د قایمولو لپاره یو روښانه پلان نلري.

په پاکستان کې بیا د امریکا له هغو تاکتیکونو سره ډیر خلک مخالف دي چې د تروریزم په خلاف په جگړه کې استعماليږي او ډیری په دې باور دي چې دې کار په ملک کې افراطیت او تشدد نور هم زیات کړی دی.

د پاکستان مشران وايي، دوی د امریکا په پالیسیو کې د بدلون تمه لري. په خاص ډول دوی د امریکا د توغندویو د هغو پټو حملو بندېدل غواړي چې په قبایلو کې طالبانو او القاعده د مشکوکو مشرانو پر مرکزونو باندې کیږي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني وايي، تمه لري چې د اوباما حکومت به ورسره زیات استخباراتي معلومات شریک کړي او دغه ډول یو اړخیزه بمباري بنده شي.

"دوی د انتقال په حال کې دي او د نوي حکومت د راتلو سره ددې امکان شته چې د دوی په پالیسئ کې بدلون راشي".

ښاغلي اوباما په افغانستان کې د بوش د حکومت د جگړې پر تگلارې او د گوانتانامو د زندان د جوړولو په څېر پر جنجالي پالیسیو یې انتقاد کړی دی.

ها خوا هند هم د امریکا د قدرت د انتقال په ډیر دقت سره نظاره کوي. که څه هم د بوش او کلینټن په دورو کې له هند سره د امریکا مناسبات ډیر دوستانه وو خو له هغه نه مخکې، د پاکستان په لور د امریکا د حکومت میلان زیات وو چې له هند سره بدبیني لري.

که څه هم د اوباما د هغو څرگندونو په باب هندیان اندېښنه کوي چې ویلي یې دی چې د اتومي وسلو د پراخېدو مخنیوی به کوي او همدارنگه امریکا ته د بهرنیو کارگرو راتگ به کموي. خو په مجموع کې د هند خلک تمه لري چې د اوباما د حکومت له راتگ سره به د دواړو ملکونو تر منځ اړیکې ښې شي.

د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنگټن کې ددغه ملک سفیر، لالیتا من سنگ وايي، د اوباما دا پالیسي د ستایلو وړ ده چې غواړي مسایلو ته څو اړخیزه کتنه وشي. دا وايي:

"موږ تمه لرو چې هغه به د مختلفونو ملکونو نظر واوري او هند له اوباما نه دا تمه لري چې نړیوالو مشکلاتو ته د حل د لارې د لټولو په هڅو کې یې شریک وگڼي".

له بلې خوا، په چین کې هم ډیر خلک په دې تمه دي چې د براک اوباما حکومت به له چین سره دوستانه اړیکې وساتي.

پیکینگ وايي، د اوباما له حکومت سره گډ کار کولو ته آماده دی خو وايي چې ددې انتظار باسي چې په واشنگټن کې راتلونکی حکومت د چین په اړه کومه پالیسي غوره کوي.

د چین حکومت لا له وړاندې ویلي دي چې د تایوان مسئلې ته د اهمیت په سترگه گوري.

د روسیې خلک هم په همدې تمه دي چې د اوباما له راتگ سره به د امریکا او روسیې اړیکې ښې شي. یوې وروستۍ احصائیې دا ښودلې چې د روسیې ٧٠ فیصده خلکو د امریکا جمهور‏ي ریاست ددغه تیرو انتخاباتو سره دلچسپي لرله. په ماسکو کې د اوباما د کابینې د غړو د ټاکل کېدو او د هغه ټول فعالیتونه ښودل کېدل.

ناسټیا په ماسکو کې د ژورنالیزم محصله ده. دا وايي، د بش د حکومت پر وخت له روسیې سره د اړیکو ساتلو پالیسي له پامه غورځول شوې وه خو د نوي حکومت راتلو دا تمه راپیدا کړې چې د روسیې و امریکا تر منځ به اړیکې بهتره شي.

پر ناسټیا هم د ډیرو نورو روسانو په شان دې کار ډیره اغېزه کړې چې په امریکا کې یو تور پوستی د جمهوري ریاست مقام ته رسېدلی دی.

ناسټیا وايي، همدا څو لسیزې مخکې، ډیرو خلکو تور پوستو ته د غلامانو په سترگه کتل. د امریکا په پارکونو کې به یوازې سپین پوستو ته ددې اجازه وه چې د پارک پر څوکیو کښیني. دا وايي، اوس په همدې ملک کې د یوې تور پوستي جمهور رئیس راتگ ډیر روسان په تعجب کې اچولي دي.

په منځني ختیځ کې هم ډیر خلک تمه لري چې د براک اوباما د حکومت له راتگ سره به د منځني ختیځ په باب د امریکا په پالیسیو کې بدلون راشي. راشي.

اوباما خو له مخکې ویلي دي چې د خپل حکومت په لومړنۍ ورځ به د منځني ختیځ د سولې پر پلان کار پیل کړي.

پر غزې باندې د اسرائیلو حملې او د سلگونو خلکو وژل کېدو دغه بحران نور هم سخت کړی دی. فلسطینیان تمه لري چې ښاغلی اوباما به پر فلسطینیانو سله رحمي ولري.

دغه فلسطینی وايي، له اوباما نه یې غوښتنه دا ده چې په ټوله نړۍ کې جگړه بنده کړي.

خو اسرائیل بیا تمه لري چې امریکا یې همداسې قوي ملگری ملک پاتې شي.

دغه اسرائیلی وايي، زه تمه لرم چې د امریکا جمهور رئیس به یو قوی انسان وي او د تروریزم د فشارونو او د اسرائیلو ضد احساساتو تر تاثیر لاندې رانشي.

د منځني ختیځ په نورو برخو کې هم په امریکا کې د نوي حکومت راتگ ددې یو موقع گڼل کیږی چې له واشنگټن سره اړیکې بهتره شي.

د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد ویلي، دی نه غواړي چې له وخت نه مخکې د ښاغلي اوباما په باب قضاوت وکړي. احمدي نژاد وايي، دې انتظار باسي او گوري چې د هغه حکومت څه کوي.

په عراق کېخلک له دې آمله د اوباما پر حکومت حساب کوي چې خپلې امریکايي قواوې له دغه ملک څخه باسي. خو دوی وايي چې امریکا تعهد لري چې له عراق سره به د دیموکراسئ د پلي کولو او ثبات راوستلو په برخه کې مرسته کوي.

په اروپا کې هم اوباما ته د یوه داسې رهبر په سترگه کتل کیږي چې کولای شي بدلون رامنځته کړي. داسې یو جهمور رئیس چې کولای شي د امریکا په باب د نړۍ تصور بدل کړي او له خپلو زړو ملگرو ملکونو سره اړیکې تقویه کړي.

په خاص ډول د براک اوباما نه په برتانیه کې ډیره توقع کیږي.

په لندن کې د هیترو هوايي میدان ته نږدې، دغه خلک وايي، اوباما هغه ټول مشخصآت لري چې یو موثر بدلون راولي.

"زه فکر کوم هغه لا له مخکې د امریکا انځور بدل کړی ځکه چې هغه ډیر مختلف او عالي شخصیت لري".

دا بل کس بیا وايي: " هغه ښایسته خوان دی. او زه باور لرم چې خلک به هغه خوښ کړي".

دا بل بیا وايي: "هغه ډیرې ښې خبرې کوي. هغه له بوش نه فرق لری. نو ویلای شم چې هو هغه دا کار کولای شي".

دلته په اروپا کې هم ډیر خلک د کار روزگار د نشوالي په غم کړې دي. دوی تمه لري چې اوباما به په خپل ملک کې خلکو ته د کار روزگار زمینې برابرې کړي چې دا نور ملکونه یې تعقیب کړي.

بالاخره د اوباما په پلرني وطن، د افریقا په کینیا کې هم ډیر خلک د اوباما د حکومت پېلېدو ته خوشحاله دي.

د پایتخت نیروبي په یوه لوی میدان کې د تلویزیون یوه ستره پرده نسب شوې چې د اوباما د لوړې مراسم په مستقیم ډول وښيي.

د KTN په نامه د کینیا یوه تلویزیون عام کینیایان دغه ځای ته رادعوتوي چې راشې او دغه مراسم وگوري. ددغه تلویزیون په اعلان کې ویل کیږي چې راشئ وگورئ چې زموږ بچی د امریکا تاریخ جوړوي.

XS
SM
MD
LG