د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي شورا څلورم تقنیني کاري کال نن پیل شو


د افغانستان د ملي شورا څلورم تقنیني کاري کال نن د حامد کرزي په پرانستونکې وینا سره پیل شو.

د ملي شورا د پرانستې مراسمو کې د کرزي له ګډون پرته د هغه مرستیالانو، بهرنیو ډيپلوماټانو او د ولسي او مشرانو جرګو غړو برخه اخېستې وه.

حامد کرزي په خپله اوږده وینا کې د حکومت لاسته راوړنې یادې کړې. هغه وویل دده د واکمنۍ په مهال افغانستان په تعلیمي، روغتیا، مخابرات او په بیارغونه کې زیات پرمختګونه کړي ولې کرزي د حکومت په وړاندې ستونزې هم په ډاګه کړې او وی ویل د تروریزم د ستونزې ترڅنګ په اداره کې بډې او فساد هم د حکومت د کارونو له مهمو خنډونو څخه ګڼل کیږي.

کزری یو ځل بیا له نړیوالو ځواکونو وغوښتل تر څو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته جدي پام وکړي.

جمهور ریس کرزي د تقنیني ځواک له کارونو خوښي وښوده، وی ویل په تېر کال کې ملي شورا ته حکومت ۴۳ قانوني سندونه د تصویب لپاره لیږلي وو چې ۲۸ قوانین او دوه موافقتنامې تری تصویب شوي.

د ولسي جرګې مشر یونس قانوني د ملي شورا د تېرو کلونو کړنې وستایلې وی ویل له اجرائیه ځواک سره به اوږه په اوږه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG