د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا جگپوړه قوماندان له کرزی سره ملاقات وکړ


په افغانستان او عراق کی د امرېکاېې قواو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېس د جمهور رېس حامد کرزي سره په کابل کې پرون ملاقات وکړ.

امرېکاېې ماموران واېې چه جنرال پېټرېس او ښاغلي کرزي په دی باب سلا مشوره وکړه چه په سېمه کې دټروریزم مخه څنگه ونېول شی او هم دا چه د نظامی عملېاتو په دوران کې د ملکی خلکو د وژل کېدلو مخه څنگه ونېول شی.

امرېکاېې ماموران واېې چه دواړو د افغانانو د باور او اعتماد څنگه لاس ته راوړلو په باب هم خبری وکړی.

جنرال پېټرېس دا ملاقات پرون د افغانستان پارلمان ته د جمهورر ېس کرزي د وېنا نه لږ وروسته وکړ. ښاغلی کرزي پارلمان ته په خپله وېنا کې اعلان وکړ چه نور د امرېکاېې او ناتو د قواو دنظامی عملېاتو په دوران کی دملکی خلکو وژل نه شی زغملی.

کرزي ووېل که څه هم چه دې په افغانستان کی د تندروانو په خلاف دجنگ نه ملاتړ کوی خو امرېکا او نور لوېدېز انډېوالان ېې باېد هم کوښښ وکړی چه دملکی خلکو ژوند دخطر سره مخامخ نه کړی.

ددی مخکی جنرال پېټرېس د پاکستان د جمهور رېس اصف علی زرداری او صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی سره ملاقات وکړ.

پا کستانی مامورانو د امرېکاېې قواو له خوا د حملو لپاره په سرحدی سېمو کې دبی پېلوټه الوتکو د استعمال له امله جنرال پېټرېس ته خپا ژور تشوېش څرگند وکړ.

د عراق او افغانستان لپاره د امرېکاېې قواو عمومی قوماندان اعلان وکړ چه په افغانستان کی به دخپلو عسکرو د اکمالولو لپاره دامرېکا پوځ دهغو لارو نه استفاده کوی چه د مرکزی اسېا دڅو جمهورېتونو او روسېې نه تېرېږی.

ټاکل شوی ده چه جنرال پېټرس به نن د جمهور رېس براک او باما سره د ملاقات لپاره بېرته خپل هېواد ته راستون شی.

XS
SM
MD
LG