د لاس رسي وړ اتصالات

د نړئ مشرانو  د اوباما د جمهوری رېاست د پېل هر کلی کړی دی


د نړئ مشرانو دمتحده اېالاتو دنوی جمهور رېس په صفت دبراک اوباما هرکلی کړی دی خو د ېو شمېرهغو نړېوالو ستونزو او مشکلاتو په لور ېې د هغه دتوجه او پاملرنې غوښتنه کړی ده چه دې به ورسره اوس مخامخ شی.

د مصر جمهور رېس حسنی مبارک اوباما ته د مبارکئ په پېغام کی دهغه نه وغوښتل چه د منځنی ختېز دبحران حل ته باېد په عاجل ډول د اولېت حق ورکړی.

حسنی مبارک په خپله هم لگېا دی په غزه کی دحماس او اسراېلو ترمنځ د اوربند لپاره کار کوی.

په عېن وخت کې د اېران د خارجه چارو وزېر منوچهر متکی ووېل ښاغلی اوباما باېد په منځنی ختېز کې د امرېکا اوسنی سېاست او پالېسئ بدله کړی تر څو په سېمه وکی دامرېکا اعتبار او نوم ښه شی.

د جاپان صدر اعظم تارو اسو ووېل دېته چمتو دی چه د ښاعلي اوباما سره ،خصوصا د موجوده نړېوال اقتصادی بحران په باب ورسره نېژدی همکارئ ته چمتو دی.

د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری او صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی دواړو په دې باب خپل ډاډ څرگند کړ چه جمهور رېس اوباما به دهغو نړېوالو مشکلاتو د حل لپاره د امرېکا مشری وکړی چه بشرېت ورسره فعلا مخامخ دی.

د جنوبی افرېقا پخواني جمهور رېس نېلسن منډېلا د امرېکا د نوي جمهور رېس په نوم په خپل لېک کې ووېل چه اوباما هم په هماغه شان د امرېکا دخلکو هېلی او امېدونه راژوندی کړی دی لکه څنگه چه په جنوبی افرېقا کی د نژادی توپېر د نظام د ختمولو په زمانه کی د جنوبی افرېقا دخلکو هېلی راژوندئ شوی وی او نژادی توپېر ېې مات کړ.

د کېنېا جمهور رېس د اوباما پلارنی کلی کوگېلو ته لاړ او هلته ېې د دکلی د خلکو سره ېو ځای دېوه غټ تلوېزون په وسېله په واشنگټن کې د اوباما د وفادرارئ دلوړې مراسم ولېدل.

اوباما ته دلاتېنی امرېکا، اروپا د مشرانو نه علاوه د کاتولېکانو د مذهبی مشر پاپ بېنډېک او د تېبېت د روحانی مشر ډالاې لاما له خوا هم د مبارکئ پېغامونه رالېږل شوېدی.


XS
SM
MD
LG