د هند د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغان چارواکو سره په سیمه ایزه او نړیوالو مسایلو خبرې کوي.
پرناب مکرجي کابل ته تللی چې د افغان مقاماتو سره د ترهگرۍ خلاف چې دواړه هیوادونه ورسره مخامخ دي، پر همکارۍ او د اطلاعاتو په تبادلې خبرې وکړي.
پرناب مکرجي چې په دوه ورځني سفر کابل ته رسیدلې غواړي د اطلاعاتو د تبادلې ترڅنگ په افغانستان کې پر امنیتي او پرمختیایي پروژو د افغان جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر سره خبري وکړي.
بل پلو، د امریکا اردو وایې په افغانستان کې د ائتلاف ځواکونو په زابل کې د سرک غاړې د بم خښولو په شک په طالب جنگیالیو حمله کړې او شپږ تنه یې وژلي دي.
چارواکي وایې د ائتلاف ځواکونو نن پنجشنبې د طالبانو د یو قوماندان د مونلو هڅه کوله.
مامورین وایې په همدې وخت کې وسله والو جنگیالیو پر ائتلافي ځواکونو ډزې وکړې او وروسته ائتلافي قواو مخالفین د سیمې وشړل او شاوخوا ٢٣ ښځی او یودیرش ماشومان یې وژغورل.
بلخوا د ایساف ځواکونو یوه اعلامیه وایې چې افغان، امریکایي او د ایساف چارواکو، د مدني ټولنې سیمه ایزو مشرانو د هیواد په لویدیځ کې د امنیت، بیا رغاونې او ثبات په اړوند تیره ورځ په یو ستر کنفرانس کې گډون کړې دی.