د لاس رسي وړ اتصالات

د ١٩٢۴م کال د جنوري په ٢١مه د روسیې انقلابي مشر...


ویلادمیر لینن په روسیې کې د اکتوبر د انقلاب رهنما وو. هغه د شوروي د سوسیال جمهوریت لومړنی مشر دی. دغه جمهوریت په ١٩٢٢م کال کې د هغه د وفات یوازې دوه کاله مخکې رامنځته شو.

د مارکس په فلسفه کې ددغه کمونست سیاستمدار حصې ته د لینن نظریه ویل کیږي.

د ټایمز مشهورې جریدې لینن په شلمې پیړۍ کې د سلو نامتو افرادو په لست کې شامل گڼلی دی.

لینن د ١٨٧٠م د اپریل په ٢٢مه د سمبرسک په سیمه کې چې د وولگا د سیند تر څنگ پرته ده، وزېږېد. د هغه پلار الیانوف د روسیې د تعلیم او تربیې په برخه کې یو کامیاب حکومتي چارواکی گڼل کېده چې په روسیې کې یې د ډیموکراسۍ غوښتنه کوله.

لینن ١٧ کلن وو چې د هغه مشر ورور په دې تور په دار وزړول شو چې د بم چوونې په هغې تروریستي حملې کې یې لاس درلود چې هدف یې د روسیې رهنما دریم الکساندر و. د لینن په باب تاریخ لیکونکي وايي، چې همدې پیښې د لینن پر ذهن ژوره اغېزه وکړه.

له دغه یو کال وروسته، هغه د کازان په پوهنتون کې د حقوقو په رشته کې درس پیل کړ. خو د مارکس د فلسفې په ملاتړ په مظاهرو کې د لاس لرلو له آمله له پوهنتون نه ویستل شو.

خو ویلادمیر لینن بیا هم تحصیل پرې نښود. هغه په ١٨٩٢م کال کې د سن پیټرسبرگ له پوهنتون نه د حقوقو له رشتې نه په اوله درجه فارع شو.

په ابتدا کې یې د مدافع وکیل په صفت کار کاوه، وروسته یې سیاسي فعالیتونه پیل شول. څو ځله په زندان کې واچول شو او جلا وطنه شو تر دې چې په ١٩٢٢ کې د روسیې د سوسیال جمهوریت مشر شو.

XS
SM
MD
LG