د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د گوانتانامو او سي.ای.اې زندانونه بندوي


نېوېارک ټاېمز لېکی چې اوباما د گوانتانمو زندان او د C.I.A. نور زندانونه بندوي.

توقع ده چې جمهور رئېس اوباما نن د پنجشنبی په ورځ داسی فرمانونه لاسلېک کړی چې دهغو له مخی به د امرېکا د استخباراتو ادارې C.I.A. ته هداېت شوی وی چې د خپلو پټو زندانونو نه که کوم ېو پاتې وې بند ېې کړی.

هغه به نن دا فرمان هم لاسلېک کړی چې د گوانتانمو د توقېفېانو کمپ دېوکال په موده کې بند کړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی دغه فرمان به اولنی قدم وی چې د دغه کمپ په هغو پالېسیو بندی عمل کول بند شی چې د پخوانی جمهور رئېس جورج بش په دوره کې ترېنه کار خېستل کېده.

ددې فرمان سره سم به د هغو ٢۴٥ زندانېانو په برخه کې کتنه پېل شی چې هلته پراته دی. د ترهگری د مشکوکانو په باب به د امرېکا اصول او قوانېن له سره ولېکل شی.

د ترهگری د زندانېانو په برخه کې له دې کتنی نه وروسته به دافېصله وشی چې اېا هغو له زندان نه خوشی شی، بل ځاې ته ولېږل شی او که محاکمه شی.

نېوېارک ټاېمزد حکومت د چارواکېو له قوله لېکی چې د جمهوری رېاست فرمان به د امرېکا د C.I.A. داداری هغه پروگرامونه بند کاندی چې دترهگری مشکوکان ېې د مېاشتو او ېا کلونو لپاره په سري ډول ساتلی دی.

دا داسی ېوکار و چې د خارجی حکومتونو او بشری حقوقو د ادارو له خوانه پرې سخت انتقاد شوی و.

دا فرمان به C.I.A. له دېنه هم اېساره کړی چې د تحقېق له سختو او مجبوره کوونکېو دودونو نه کار وانخلی. دافرمان به دغه اداره مکلفه کړی چې له هغو اصولو نه کا ر واخلی چې دامرېکا پوځ ترېنه د مشکوکو ترهگرانو په تحقېق کې ترېنه کار اخلی.

نېوېارک ټاېمز په خپله تبصره کې لېکی چې دا فرمانونه د هغې پوښتنی ځواب نه برابروی چې دگوانتانمو د زندان د بندولو په هکله موجود دی.

په دې کې داسی پوښتنی لکه دا بندېان به چېرته او څنگه او څوکسه ېې محآکمه شی. دا فرمانونه جمهور رئېس اوباما ته دا اجازه ورکوی چې په اېنده کې د C.I.A.

توقېف خانی او او د تحقېق کارونه په جمهوری فرمان باندی بېرته فعال کړی.

ډېر خلک داسی استدلال کوی چې دا به مناسب وی چې داکار وشی که چېرې اسامه بن لادن او ېا د القاعده کوم بل مهم غړی ونېول شی.

XS
SM
MD
LG