د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې یو ځانمرگه بم چونکی وژل شوی


د افغانستان او د ناتو قواوي وایی چی دوی یو سړی چی گمان یې کاوه ځانمرگه بم چونکی و او د حملې ترتیبات یې نیول وژلی او یو بل تن یې نیولی دی.

امنیتي قواو نن د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کی وویل چی دغو دوو تنو تیره هفته په کابل کی د جرمني سفارت او د امریکا یوې نظامي اډې ته نژدې د بمونو یه چاودنه کی لاس درلود.

په دې حمله کی څلور ملکي افغانان او یو امریکایي عسکر ووژل سو. طالبانو وویل چی دا حمله دوی کړې ده.

په بیانیه کی ویل شوي دي چی د افغانستان اود ناتو عسکرو د لوگر په ولایت او کابل کی د شپې له خوا عملیات وکړل او د یاغیانو یو لوی قوماندان یې وواژه او یو بم جوړونکی یې ژوندی ونیو.

XS
SM
MD
LG