د لاس رسي وړ اتصالات

سوات کې چاودنې ٣ تنه ووژل


پاکستاني چارواکي وایی چی د صوبه سرحد د سوات په دره کی د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی درې کسه وژل شوي دي.

دا حمله نن د جمعې په ورځ په داسی حال کی وسوه چی د امنیتي قواو د موټرو یو کتار د منگورې په ښارگوټی کی ددې سیمي نه تیریده.

د پاکستان اردو په دې سیمه کی د یاغیانو په مقابل کی چی غواړی د اسلامي شریعت سخت مقررات نافذ کړی په عملیاتو شروع کړې ده.

د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وایی چی حکومتي قواو پرون په سوات کی ١١ یاغیان ووژل.

د امریکا او ناتو مامورین وایی چی د پاکستان د صوبه سرحد په قبایلي سیمو کی هغه یاغیان چی د القاعدې او طالبانو سره اړیکي لری، پټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG