د لاس رسي وړ اتصالات

قبایلو کې د توغندیو حملو ٢١ تنه ووژل 


د افغانستان سرحد سره په پاکستان کې دوه توغندی لگیدلی دی چې گمان کیږی دامریکا توغندی دی. ددغو توغندیو په لگیدو سره دمړو شمیر زیات شویدی .

پاکستانی مامورانو نن دشنبی په ورځ وویل، په هغو حملو کې چې پرون دجمعی په ورځ دهیواد په قبائلی سیموکې شوی وی، لږترلږه ( ٢١ ) تنه وژل شوی وو.

دغه ماموران وائې، گمان کیږی دامریکا دبی پیلوټه الوتکی نه دشمالی وزیرستان دمیرعلی نه بهر دژیړکی په کلی کې په کورباندی دری توغندی توغول شوی دی.

محلی ماموران وائې، په وژل شویو کسانو کې پنځه تنه ئې خارجی افراطیان وو. فکرکیږی چې دغه سیمه دالقاعدی او طالبانو دفعالیت مرکز دی .

څوساعته وروسته په جنوبی وزستان کې دویم توغندی ولگید.

سره لدی چې دپاکستان حکومت په څرگنده ددغو توغندیو مخالفت کوی خو بیاهم دتیرکال دنیمائې نه راپدی خوا دی ته دورته توغندیو تقریبآ دیرش حملی شویدی . دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما دسه شنبی په ورځ دامریکا دجمهوری ریاست مقام ته ورسید او له هغې نه وروسته دارنگه لومړی حملی کیږی . دپخوانی جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش حکومت ددارنگه حملو مسؤلیت نه منلی واو نه ئې ردکړی وو.

XS
SM
MD
LG