د لاس رسي وړ اتصالات

"د گوانتانامو د زندانیانو ایستل یو کال نیسي"


د امریکا د جمهور رئیس مرستیال، جو بایډن وايي، تمه لري چې په همدې روان کال کې به د گوانتانامو زندان وتړل شي. د امریکا غږ ویکټور بیټي په دې باب رپوټ رالیږلی دی.

د جمهور رئیس مرستیال، جو بایډن وايي، د گوانتانامو اکثریت زندانیان به په دغه موده کې خپلو اصلي ملکونو او یا هم نورو ملکونو ته ولیږل شي.

بایډن وايي، ځینې دغه بندیان چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي، د امریکا په پوځي او ملکي محکمو کې محاکمه شي او که د کافي اسنادو د نشتوالي له آمله قاضیان د هغوی د خوشي کولو امر ورکړي، نو دوی به خپلو هیوادونو ته ولیږل شي.

بایډن وايي: "که دوی د امریکا تابعیت ونلري او یا ددې ملک قانوني اوسېدونکي نه وي، او قاضي یې د خوشې کولو امر ورکړي، نو دوی به ددې حق ونلري چې په امریکا کې پاتې شي. بلکه خپلو اصلي ملکونو ته ولیږل شي".

بایډن د (سي بي ایس) تلویزیون ته وویل، په امریکا کې ددغو کسانو د پاتې کیدو مخه نیسي، حتی که د دوی اصلي ملکونه یې د ورتلو مخنیوی هم وکړي.

هغه وویل: "زه فکر کوم، دغه کسان چې د دوی په باب شواهد مشکوک دي او یا دا چې دا مشکله ده چې پر دوی دوسیه جوړه شي. موږ به دوی ضرور خپلو اصلي ملکونو ته ستنوو. د مثال په ډول، ځینې ملکونه دې ته حاضر شوي چې ددغو بندیانو لپاره په خپله خاوره کې زندان جوړ کړي".

ښاغلی بایډن وايي، د جمهور رئیس براک اوباما حکومت د هر قیدي دوسیه په انفرادي ډول څیړي او په دې پوهیږي چې دا یو ستونزمن کار دی. بایډن وايي، په کوم ډول چې دغه زندان پرانیستل شوی و، یو مشکل یې دا جوړ کړی چې د دغو زندانیانو دوسیې په ملکي محکمو کې څه ډول حل و فصل شي.

هغه وویل: "په یو شي چې موږ پوهیږم، دا دی چې د گوانتانامو زندان د یوه سمبول په توگه ساتل شوی و، او دې کار په نړۍ کې نه یوازې د تروریزم مخه نه ده نیولې بلکه تروریزم یې لا پسې زیات کړی دی".

جمهور رئیس براک اوباما د خپل حکومت په لومړۍ ورځ، فرمان صادر کړ چې د گوانتانامو زندان دې په یوه کال کې وتړل شي. دغه زندان د پخواني جمهور رئیس جورج بوش په امر ددې لپاره جوړ شوی وو چې پر نیویارک او واشنگټن باندې د سپتمبر په حملو کې لاس لرونکي مشکوک ترهگر پکې وساتل شي.

جمهور رئیس اوباما او د دفاع وزیر رابرټ گیټس له محکمې غوښتي چې د گوانتانامو د بندیانو محاکمه دې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې وځنډول شي.

له دې سره د هغو پنځو بندیانو محاکمه هم ځنډېدلې ده چې پر دوی شک کیږي چې د سپتمبر د حملو په دسیسه کې یې لاس درلود. له دغې جملې نه یو، خالد شیخ محمد دی چې پر نیویارک او واشنگټن باندې د ٢٠٠١م کال د سپتمبر د حملو اصلي طراح گڼل کیږي.

د (سي این این) تلویزیون په یوه پروگرام کې، پخواني پوځي مدافع وکیل، چارلس سویفټ وویل، دی فکر نه کوي چې د خالد شیخ محمد په څیر بندیان به خوشې شي.

سویفټ وویل: "خالد شیخ محمد به خوشې نه شي. هغه به هرو مرو په ملکي او یا کومه نظامي محکمه کې محکوم گڼل کیږي".

چارلس سویفټ د اوباما د حکومت دا اقدام وستایه چې د گوانتانامو د زندانیانو د محاکمه کولو لپاره یې ټاکل شوي کمیسیونونه منحل کړي دي. سویفټ وايي، دغه ډول محاکمه په نړیواله سطح د اعتماد وړ نه ده. هغه همدارنگه وویل چې د گوانتانامو د زندان له تړل کېدو سره اوس د امریکا په داخلي سیاست کې ددې خبرې ضرورت هم راپیدا شوی چې باید دغه بندیان له امریکا بیرون په کوم ملک کې د دایم لپاره ځای پر ځای شي.

خو ځنیې ماهرینو او د بوش د حکومت پخواني مقاماتو د گوانتانامو د زندان تړل کېدل خطرناک کار گڼلی دی. دوی وايي، په همدې تیره میاشت کې د دفاع د وزارت د ارقامو له مخې، له گوانتانامو نه خوشې شوي ٦١ زندانیان بیرته په تروریستي فعالیتونو کې ورگډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG