د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما خپله اونی پر اقتصاد باندی په تمرکز پېل کوی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما خپله اوله اونی پر اقتصادی باندی په تمرکز کولو پېل کړه. د دې امکان شته دی چې هغه څوک چې ده د خزانی د وزارت لپاره ټاکلی دی هغه نن د دوشنبی په ورځ ناوخته منظؤر شی.

د سنا داکثرېت مشر هارې رېډ ووېل چې دی غواړی د ټېموټی گاېټنر په ټاکل کېدلو باندی نن راېې ورکړل شی.

پر هغه باندی دا انتقاد شوی و چې څوکاله مخکی ېې خپله مالېه نه وه ورکړی. خو توقع ده چې دهغه مقرری د خزانی د وزېر په حېث نن منظور شی.

توقع ده چې جمهور رئېس براک اوباما به د پارلېمان له غړېو سره نن خبری وکړی او هغوی به دېته وهڅوی هغه محرک اقتصادی پلان منظور کړی چې ده پکې ٨٢٥ ملېارده ډالره غوښتی دی.

ټاکل شوېده چې د امرېکا د مرکزی بانک مدېره هېئت د سه شنبی او چارشنبی په ورځ سره مجلس وکړی چې د گټی په اندازه بحث وکړی.

توقع ده چې په دې اونی کې ېو رپوټ خپور شی او دا څرگنده کړی د امرېکا ټول کورنی محصولات د ٢٠٠٨ کال د وروستېو دری مېاشتو لپاره تر پنځو فېصدو نه زېات کم شوېدی.

په دې ترڅ کې د غټو کمپنېود رپوټونو د خپرېدلو هېله هم کېږی.

جمهور رئېس اوباما به نن سهار د کارونو، هوا د بدلون، د انرژی په برخه کې په ځان متکی کېدلو او نور مساېلو په باب خبری وکړی.

چارواکی واېې چې ښاغلی اوباما به نن ېو څه اصول اومقرررات صادر کړی او دامرېکا له څو اېالتونو نه به وغواړی چې دموټرو د لوگی او دسون د موادو د معېارونو په برخه کې سخت معېارونه وضع کړی.

د سپېنی ماڼی د اقتصادی سلاکارانو د شوری رئېس د ېکشنبی په ورځ په ېوه تلوېزېون کې ووېل چې دهېواد اقتصادی له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ دی او ددې ستونزو اواورول به وخت وغواړی.

د امرېکا داقتصاد دخرابوالی له امله په تېرکال کې دوه اعشارېه شپږ ملېونه کارونه له منځه تللی دی.

ښاغلی اوباما واېې چې دده پلان به تقرېبا څلورمېلېونه نوی کارونه او وظاېف منځته راولی. په همدی توگه به امرېکا ته سوکالی هم بېرته راشی.

XS
SM
MD
LG