د لاس رسي وړ اتصالات

هند د پاکستان د سفېر امنېتی ترتېبات زېات کړېدی


هند د پاکستان د سفېر لپاره خپل امنېتی ترتېبات وروسته له هغه نه زېات کړل چې هغه ته دا پېغام ورسېده چې دقتلولو خبرداری ېې ورکړی و.

د نوي ډېلی چارواکی واېې چې دا پېغام هسی ېوه بې تېراېستونکی ټوکه او پټکه وی. خو ددې خبری تحقېق روان دی. دا پېغام دهغی ډلی په واسطه ور لېږل شوېدی چې خپل ځان د ټول هند دترهگری مخالفه ډله بولی.

په پېغام کې وېل شوی ول چې شاهد ملک به سمدلاسه ووژل شی که هغه له هند نه ولاړنشی.

پاکستان په دې تورن شویدی چې پرهند باندی ېې د مومبی په حملوکې لاس درلود. خو د پاکستان حکومت په دغو حملو کې د پردی تر شا لا س لرل رد کړېدی.

په دغو حملوکې تر ١٧٠ زېات کسان وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG