د لاس رسي وړ اتصالات

د غزی په نوی جگړه کې ېو اسراېېلی عسکر وژل شوېدی


د اسراېېلو او غزې ترمنځ سرحدی سېمه کې نوی جگړې پېل شوېدی. په دغو جگړو کې ېواسراېېلی عسکر او ېو فلسطېنی مړ شویدی.

جگړه نن هغه وخت پېل شوه چې هغه بم چې فلسطېنېانو د اسراېېلو عسکرو خوا ته اېښی و وچاودېده. په دغه ځاې کې چې د اسراېېلو او غزی ترمنځ سرحد دی، اسراېېلی عسکرو گزمه کوله.

ېو اسراېېلی عسکر په دغه پېښه کې ووژل شو او دری تنه نور زخمېان شول.

د اسراېېلو عسکر چې هېلکوپټرونو ېې بدرگه کوله غزې ته ننوتل او له فلسطېنی افراطېانو سره ېې ډزې پېل کړی او فلسطېېنان ېې ووژل.

د اسراېېلو او حماس ترمنځ له جگړو نه وروسته دا ډېره جدی پېښه ده. د جنوری په اتلسمه باندی د اسراېېلو له درې اونی حملو نه وروسته د حماس ډلی ېو طرفه اوربند اعلان کړ.

دا جگړه په داسی وخت کې پېښېږی چې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما منځنی ختېځ ته خپل نوی استاځی د سولی د اولنی مامورېت لپاره هلته ځی.

نوی استاځی غواړی چې خپل سفر له مصر نه پېل کاندی. توقع ده چې نوی استاځی جورج مېچل به اسراېېلو، لوېدېزې غاړی، اردن او سعودی عربستان ته ولاړ شی.

داسراېېلو ددفاع وزېر ېهود براک نن د سه شنبی په ورځ دبم دغه چاودنه د نه منلو وړ وبلله او لوړه ېې وکړه چې ځواب ورکاندی. د حماس چارواکېو ددې بم چونی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی خو اسراېېل ېې په دې تورن کړل چې مرگ ژوبلی ته لمن وهی.

اسراېېلو وروسته بېا له غزې سره لاره بنده کړه او د هغو بشری مرستو مخه ېې ونېول چې غزې ته ورځی.

د مرستو ادارې واېې چې دوی اسراېېل دېته هڅولی دی چې په غزه باندی لگېدلی بندېزونه لېری کړی چې زېاتی مرستو هغو خلکو ته ورسول شی چې په فقر او تنگلاسی اخته دی.

هغوی واېې چې غزی ته دنورو موادو رسولو اجازه دې هم وشی چې د اسراېېلو د دری اونېو تهاجمی حملو له امله د پېدا شی تخرېب بېا رغونه پېل شی.

XS
SM
MD
LG