د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په خاوره کی دننه، د امریکا د بی پېلوټه الوتکو د بریدنو مسله


دپاکستان په خاوره کی دننه دامریکا د بی پېلوټه الوتکو د بریدنو مسله د پاکستان حکومت ددی خبری نه انکار کوی چه گوندی دامرېکا حکومت سره پټه موافقه کړی ده چه کولی شی د پاکستان په خاوره کی دننه دبی پېلوټه الوتکو په وسېله حملی وکړی.

د پاکستان دباندېنو چارو په وزارت کی د دولت وزېر محمد صادق نن وروسته دهغې په دې باب ېوه انکاری بېانېه خپره کړه چه د امرېکا دفاع وزېر رابرټ گېټس د پاکستانپه خاوره کې دننه د وسله والو سړو په مرکزونو باندی د امرېکا دبی پېلوټه الوتکو دحملو نه دفاع وکړه.

گېټس پرون د امرېکا د مشرانو جرگې د وسله والو قواو جرگه گئ ته په خپله وېنا کی ووېل چه امرېکاېې عسکر به القاعده هر چېری چه وی تعقېب کړی. هغه ووېل چه د پاکستان مشرانو ته ېې د امرېکا دا موقف څرگند کړی دی.

په ښکاره ډول خو د پاکستان حکومت دا ډول هواېې حملې څو وارې غندلی دی او واېې چه دا امرېکا دا عمل ېې د خاوری په تمامېت باندی تېری دی.

د ظاهری اختلاف نظر باوجود، د پاکستان د خارجه چارو لپاره دولت وزېر ووېل چه پاکستان د امرېکا سره د تندروانو په خلاف په جنگ کی دنژدی همکارئ غوښتونوکی دی.

د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری نن د واشنگټن پوست په ورځپاڼه کی په خپله ېوه مقاله کی د امرېکا نه وغوښتل چه د پاکستان پوځ سره دې خپلی مرستی زېاتی کړی او هم دې د پاکستان د اقتصادی پراختېا لپاره ورسره مرسته وکړی.

د پاکستان په هغو قباېلی سېمو کی چه افغانستان سره نژدی پرتی دی، د امرېکا متحده اېالات فعلا د القاعدې او طالبانو سره په جنگ اخته دی.

ډېر طالبانو د پاکستان د خاوری نه په افغانستان کی جنگ کوی او له همدی کبله ېې د امرېکاېې او افغانی مقاماتو تشوېش زېات کړی دی او په پاکستان باندی دا تور لگوی چه د طالبانو په خلاف په جنگ کې ورسره پوره مرسته نه کوی.

تر کال واشنگټن پوست د پاکستانی او امرېکاېې مامورانو له قوله راپور ورکړی ؤ چه دا دواړو خوا ترمنځ په دی باب موافقه حاصله شوی ده چه د سرحد نه اخوا په قباېلی سېمو کی د طالبانو او القاعدې په ځاېونو باندی حملې وکړی.

خو په دی شرط چه په ښکاره ډول به امرېکاېې مقامات دا خبره چا ته نه کوی او پاکستان به ظاهرا غندنه کوی.

XS
SM
MD
LG