د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امرېکا نوی پالېسی - 'په جگړه باندی ټېنگار'


دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه دامرېکا د معتبرو چارواکېو له قوله لېکی چې جمهوررئېس اوباما نېت لری چې د جمهوررئېس حآمد کرزی په مقابل کې په افغانستان کې دامرېکا د نوې پالېسۍ دېوې برخې په توگه سخت درېځ غوره کړی.

په دې نوی پالېسی کې به ډېر ټینگار جړه باندی کېږی نسبت دېته چې په انکشاف باندی وشی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې اوس ښاغلی کرزی ته په افغانستان کې د امرېکا د مقاصدو دېوه امکانی مانع په سترگه کتل کېږی.

ددې علت دادی چې د هغه په رژېم کې ادارې فساد زښت زېات دی او دا کار د مخدره موادو د قاچاق د ېاتېدلو او طالبانو له بېا راپورته کېدلو سره مرسته کوی.

نېوېارک ټاېمز لېکی دهغو عالېرتبه چارواکېو له جملی نه چې په دې خبره ټېنگار کوی چې ښاغلی کرزی دې نور اقدامات هم وکړی، ېو دامرېکا د جمهوری رېاست مرستېال، جوزېف باېډن، او بل د افغانستان او پاکستان لپاره د جمهوررئېس خاص استاځی، رېچرد هالبروک، دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی، چارواکې داکار دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش له پالېسی نه دلارې بدلول بولی.

جورج بش به په هرو دوه اونېو کې دافغانستان له جمهوررئېس حآمدکرزی سره په وېډېوېې کنفرانس کې خبری کولی چی په افغانستان کې دامرېکا د بېارغونی په نقش باندی او ددغه هېواد د ملی انستېتېونو په بېارغونه او انکشاف باندی ټېنگار وکړی.

نېوېارک ټاېمز دامرېکا ېې چارواکېو له قوله لېکی چې داوباما اداره به دافغانستان له ولاېتی مشرانو سره د مرکزی حکومت د متبادل په توگه کار وکړی.

نوی اداره به اقتصادی انکشاف او دملت بېارغونه تر زېاتی اندازې پورې اروپاېې انډېوالانو ته پرېږدی. په دې توگه به دامرېکا قواوې د ېاغېانو خلاف تمرکز وکړلی شی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼی د ددفاع وزېر رابرت گېټس له قوله ولېکل چې که موږ په واقعېت ولاړ اهداف ونه ټاکو نو ښاېې دا جگړه باېلو.

هغه د سه شنبی په ورځ کانگرېس ته ووېل چې په دې برخه کې په کافی اندازه وخت،صبر اوزغم او ېا پېسی نشته چې په افغانستان کې ېوډېر پراخه پلان او اهداف پرې تعقېب کړلی شی. هغه په افغانستان کې جگړه دامرېکا سترنظآمی ازمېښت وباله.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی گېټس تېره اونی ووېل چې دامرېکا پخوانی اهداف په افغانستان کې ډېرپراخه وو اوډېره اوږده اېنده ېې په نظر کې لرله.

دهغه دغو الفاظو د ښاغلی بش دوخت له الفاظو نه تفاوت درلود. هغه ووېل چې ناټو د جگړی د عسکرو په برخه کې خپله وعده نده پوره کړی.

نه ېې د ترانسپورتی هېلېکوپټرونو، نظآمی ښوونکېو، اونه ېې په افغانستان کې دنور پرسونل د برابرولو لپاره څه هلی ځلی کړېدی.

ښاغلی گېټس په ښکاره باندی دامرېکا د ناټو پر انډېوالانو په دې خاطر انتقاد وکړ چې هغوی خپلې وعدې پوره نکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزی سږکال له انتخاباتو سره مخامخ دی خودا خبره لا معلومه نده چې ښاغلی اوباما او دهغه مرستېالان به دهغه د کاندېد کېدلو ملاتړ وکړی.

دامرېکا دنوی ادارې چارواکی به دېته سترگی په لار وی چې دا ووېنی چې ښاغلی کرزی دامرېکا اوناټو هغو غوښتنو په مقابل کې څه کوی چې واېې دی باېد ېوشمېر همکاران او متحدېن توقېف کړی چې په هغو کې دده ورور هم شامل دی، او غربی چارواکېو هغه دمخدره موادو په قاچاق باندی په کندهار کې تورن کړېدی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې دافغانستان داساسی قانون له مخی پکارده چې انتخابات له منی نه زېات ونه ځنډېږی.

زلمی خلېل زاد چې په خوا په ملگرو ملتونو کې دامرېکا استاځی و اوس هغه ته په انتخاباتوکې دښاغلی کرزی په مقابل کې دېوکاندېد په سترگه کتل کېږی.

هغه داوباما ادارې ته خبرداری ورکړېدی چې دافغانستان د پالېسی په بدلولو کې په ډېراحتېاط قدم واخلی.

XS
SM
MD
LG