د لاس رسي وړ اتصالات

مېچل: د اسراېلو او حماس په منځ کی اوسنی اوربند باید پوخ شی


د منځنی ختېځ دسولې دخبرو لپاره د امرېکا استازی جورج مېچل واېې ډېر مهمه ده چه باېد د اسرایېلو او حماس په منځ کی اوسنی اوربند پوخ شی.

جورج مېچل نن په قاهره کی خبرېالانو ته ووېل چه واشنگټن د اسراېلو او حماس په منځ کی د اوربند او سولې لپاره د مصر د حکومت د منځگړېتوب ملاتړ کوی.

جورج مېچل په قاهره کی د مصر د جمهور رېس حسنی مبارک سره د خبرونه وروسته دا تبصره وکړه.

هغه ووېل چه سېمی ته زما دا سفر ددی خبری ېوه ښه نښه ده چه د اوباما حکومت دمنځنی ختېځ د سولې او ارامئ په هکله په خپل قول باندی کلک ولاړ دی.

نن به ښاغلی مېچل اسراېلو ته هم سفر وکړی او د سولې د پروسې په باب به ددغه هېواد دمشرانو سره وغږېږی.

نوموړی به بېا د اردن دسېند په لوېدزه غاړه کی په رام الله کی د فلسطېن د اداری د مشر محمود عباس سره ملاقات وکړی، خو په غزه کی د حماس دمشرانو سره خبرو کوم پلان نه لری.

XS
SM
MD
LG