د لاس رسي وړ اتصالات

لوی تجاران په سویس کې په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې گډون کوي


د نړۍ شا او خوا څلویښت ملکونو مشران، لوی تجاران او اقتصاد پوهان د سویس په ډیوس ښار کې په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې گډون کوي او هڅه کوي چې نړۍ ته ورپېښ اقتصادي کړکیچ ته د حل لاره ومومي.

د سویس په سیلاني ښار ډیوس کې په کلنۍ نړیوالې اقتصادي غونډې کې په داسې حال کې فضا له مایوسۍ ډکه ده چې نړۍ د ١٩٣٠ لسیزې را هیسې بل تر هر وخت له یوه لوی اقتصادی کړکیچ سره مخامخ ده.

په اروپا کې د فوربز مجلې مدیر پیټر گمبل وايي سږ کال له نورو کلونو توپیر لري.

پیټر:"ماحول ډېر دروند دی، خلک بیخي غمجن دي، د گډونکونکو غږ ډېر ټیټ دی."

دغې نا امیدۍ ته په اشارې سره د نړیوال وجیهي صندوق نوی رپوټ خبردارۍ ورکوي چې نړیوال اقتصاد په ټپه د درېدو لور ته روان دی. او کېدای شي چې په نړیواله توگه پنځوس ملیونه خلک کارونه له لاسه ورکړي.

د چارشنبې په ورځ د غونډې د پرانستنې په وخت د مورگن سټینلي شرکت د اسیا څانگې مشر سټیفن روچ په بېړه مسلې ته د حل موندلو څخه خبرداری ورکړ.

روچ: "مونږ له یو داسې نړیوال اقتصادي سوړبازاري سره مخامخ یو چې په پخوا مو هیڅ کله نه و لیدلی."

په دې برسېره چې د نړۍ ډیرو حکومتونو د اقتصادي ژغورنې پروگرامونه اعلان کړي، ډېر کارپوهان وايي لا ډېرې منسجمې همکارۍ ته اړتیا شته.

د نړیوالې اجنډا د شورا مشر هاورډ ډېویس وايي: "که په هغه متل باور لرۍ چې وايي، سلا کول د ستونزې د حل په لور گام دی، زما په فکر هم دا کېدای شي د ډېواس د غونډې یواځنۍ ترټولو مهمه نتیجه وي."

کلاوز شواب چا چې په کال ١٩٧٠ کې د اقتصادي فورم بنسټ کېښود وايي، په دې کې دا هم شامل دي چې له بانکونو سره داسې مرسته وشي چې یووار بیا د پور ورکولو توان و مومي.

کلاوز: "دا خلک نه یواځي د ستونزې د جوړولو برخه دي بلکه د حل برخه یې هم دي. مونږ باید یوه سمه فعاله مالیاتي ټولنه ولرو. مونږ باید دا کار هیر نکړو، کنې یو داسې اقتصاد به و نلرو چې سم فعالیت وکړي."

د غونډې په دوه زره پنځه سوه گډون کونکو کې د هیوادونو د مشرانو سره سره د امریکا او نورې نړۍ د هغو بانکونو مشران هم شامل دي چې له پښو لوېدلي دي.

داسې کس چې کمی یې احساسیږي، د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما دی چې د خپل حکومت لوړپوړي استازې یې دې غونډې ته ورلیږلي، ځکه چې هغه پخپله مصروف و چې په کانگرس کې د اقتصادي ژغورنې خپل ستر پروگرام منظور کړای شي.

XS
SM
MD
LG