د افغانستان د کرکټ د ټیم مربي کبیر خان د چهار شنبې په ورځ وویل افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبو په څلورم پړاو کې د پاپوا نیو گانا ټیم ته هم ماته ورکړه.
دا لوبې د ارجنټاین په بونیس ایرس کې ترسره کیږي.
کبیر خان وویل چې په افغان ډله کې دولت احمدزي، حمید حسن او میرویس ښه بالنگ وکړ.
او د لوبې په پای کې کریم خان صدیق د یوپنځوس منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړې ومنل شو.
افغانستان خپله وروستۍ لوبه سبا د کربین د کای من جزیرې سره ترسره کوي.