د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ممبئ حملی دلته نه وې طرح شوي


د پاکستان یوه لوړرتبه دیپلومات ویلي دي چی د نومبر په میاشت کی په مومبای کی تروریستي حملې په پاکستان کی نه وې طرح شوي او د هند هغه شواهد چی دا حملې په پاکستان کی دیره د یاغیانو سره تړي شاید چی جعلي وي.

په برتانیه کی د پاکستان عالي کمیشنر واجد شمس الحسن نن د جمعې په ورځ د هند د این ډي ټي وي تلویزیوني شبکې ته وویل چی په دې تروریستي حملو کی نه د پاکستان او نه د برتانیې لاس و.

هغه وویل چی پاکستان ددې پېښي د ټولو حقایقو تحقیقات کوی او دده په قول په سرسري ډول به ملامتي پر چا وانه چوي.

دغه دیپلومات لومړنی پاکستانی مامور دی چی د هند له خوا په برابرو شوو شواهدو باندی تبصره کوی. هند وایی چی د شواهدو نه یې ثابتیږي چی دا تروریستي حملې په پاکستان کی طرح شوي وې.

پاکستان د لشکر طیبه دډلي چی هند یې ددې حملو مسئوله بولي څو غړي نیولي دي مگر ویلي یې دي چی ټول مشکوک کسان به په پاکستان کی محاکمه کړی او هند ته به یې ونه لیږی.

XS
SM
MD
LG