د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو دوام


د پاکستان د توقع برخلاف د اوباما حکومت هم داسې ښکاري چې د پاکستان په خاوره کې د تندلارو د مرکزونو په نښه کولو ته ادامه ورکړې ده.

ددغو مرکزونو د ویشتلو پالیسي د بوش د حکومت په وخت کې رامنځته شوې وه. امریکايي مقامات وايي، له پاکستان نه د القاعده له خوا جوړ خطر جدي او د پام وړ دی.

اوس د اوباما حکومت هم د بوش د حکومت د پالیسئ په تعقیب د پاکستان په خاوره کې د تندلارو پر پټو مرکزونو باندې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بمباري کوي. پاکستان وايي، دغه کار د پاکستان د خاورې پر تمامیت باندې تیری دی او وايي چې له دې آمله د پاکستان هغه هڅې هم زیان مومي چې د تندلارو د له منځه وړلو لپاره یې کوي.

خو بیا هم د امریکا د دفاع وزیر خپل پارلمان ته په خبرو کې وویل چې دا عملیات به دوام ولري.

"جمهور رئیس بوش او جمهور رئیس اوباما دواړو دا خبره واضح کړې وه چې موږ به د القاعدې په خلکو پسې ورځو. که دوی هر ځای وي تعقیب به یې کړو".

ددغو حملو دوام هغه څه دي چې جمهور رئیس اوباما یې د خپلو انتخاباتي مبارزو کې جریان کې ژمنه کړې وه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي ریچارډ هولبروک مقررېدو، د ځینو ماهرینو په نظر دا خبره واضح کړې چې دغه دوه ملکونو د امریکا په پالیسئ کې خاص ځای لري.

د هریټیج په تحقیقاتي موسسه کې، کارپوهه لیزا کرټیس وايي، که څه هم د امریکا نوي حکومت د پاکستان په اړه د چوپې خولې پالیسي غوره کړې، خو دا وايي چې ځینې نښې نښانې دا څرگندوي چې اسلام آباد ته څه په زړه کې نیول شوي دي.

"فکر کوم یو څه داسې نښې شته چې نورې نظامي همکارئ، اقتصادي همکارئ او د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو د دوام شرط او د پاکستان په اړه د امریکا په ډیپلوماسئ کې سختوالی ښيي".

د امریکا د مسلح قواوو لوی درستیز، مایک مولن وايي، د پاکستان په خاوره کې د ورانکارو پټنځایونو امریکا او نړۍ ته جدي خطر متوجه کړی. دی وايي.

"دغه خطر لا هلته موجود دی. دا زما دنده دده چې د امریکا جمهور رئیس ته ددې خبرې مشوره ورکړم چې موږ باید دا خبره یقیني کړو چې د خپلو خلکو د امنیت چاره مو کړې ده. دغه متوجه خطر جدي دی او موږ به یې د مخنیوي لپاره هلته و اوسو".

خو د پاکستان جمهور رئیس آصف زرداري وايي، په پاکستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بمباري بې گټې ده او دده د ملک په خلکو کې د امریکا ضد احساسات راپاروي. د واشنگټن پوسټ د چهارشنبې د ورځې د یوې رپوټ پر اساس ښاغلي زرداري پر امریکا غږ کړی چې له پاکستان سره خپلې نظامي او غیر نظامي مرستې زیاتې کړي.

خو ستر جنرال مایک مولن بیا وايي، د امریکا جدي اندېښنه اوس د پاکستان په نیمه خود مختاره سیمو یا فاټا کې د القاعده د پلویانو موجودیت دی.

"دوی باید دا خبره یقیني کړي چې دغه خطر او دغه پټنځایونه له منځه یووړل شي. او داسې نه چې په افغانستان کې او یا نورو سیمو کې دغه ډول پټ ځایونه جوړ شي".

که څه هم د امریکا د دفاع وزیر پارلمان ته په خپله وینا کې ووی چې پاکستان له وړاندې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په باب خبر شوی و. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د گیټس له خبرو یوه ورځ وروسته وویل چې ددغو عملیاتو د دوام پر سر یې هیڅ ډول توافق نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG