د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق انتخابات تر سره شول


عراقی ماموران وائې، ولایتی انتخابات نن دشنبی په ورځ بی له تاوتریخوالی نه پای ته ورسیدل .

دغو انتخاباتو ته پدی سترگه کتل کیږی چې په هیواد کې ثبات دی .

ددوه زره پنځم کال نه وروسته په لومړی ولایتی انتخاباتو کې به عراقیان داتلسو ولایتی شوراگانو نه په څوارلسو ولایتی شوراگاونو کې خپل استازی انتخاب کړی. دڅلورسوه څلویښتو څوکیوو لپاره څوارلسوه (١۴٠٠ ) کسانو ځانونه کاندید کړیدی .

دبغداد شمال پلوته دتیکریت په ښار کې انتخاباتی حوزوته نژدی یوشمیر بمی چاودنی شویدی .دچادزخمیکیدو رپوټ ندی ورکړل شوی مگر دغو پیښو دمقاماتو اندیښنی دتاوتریخوالی په باره کې زیاتی کړیدی .

عراقی مقاماتو دانتخاباتو په وخت کې پوره امنیت ټینگ کړیدی، دهیواد هوائې میدانونه او بندرونه ئې تړلی او په ښارونو کې په ټرافیکوباندی بندیزونه لگولی دی .

دعراق صدراعظم نور المالکی وائې، هغه پدی خوشحاله شویدی چې گڼ شمیر کسان انتخاباتی حوزوته ځی چې خپلی رایه په صندوقونو کې واچوی او وائې، لدی نه دا معلومیږی چې دخلکو په حکومت باندی باور پیدا شویدی .

توقع ده چې په دغو انتخاباتو کې به گڼ شمیر سنی عرب گډون وکړی چې په تیرو ولایتی انتخاباتو کې ئې گډون نه وو کړی . په انتخاباتو کې دگڼ شمیر سنیانو گډون به په ځینو ولایتونو کې دقدرت توازن بدل کړی .

XS
SM
MD
LG