د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما حکومت په قبایلي سیمو کې 'د القاعده په ځالو بریدونو ته دوام ورکوي'


د پاکستان د هیلو بر خلاف د اوباما حکومت په قبایلی سیمو کې د بې پیلوټه طیارو له لارې د القاعده په ځالو بریدونو ته دوام ورکوي.

امریکايي چارواکي وايي له دغې سیمې څخه د القاعده خطر جدي او حقیقي دی.

رابرټ گېټس: "دواړو، پخواني جمهور رئیس بوش او اوسني جمهور رئیس اوباما په څرگنده ویلي چې القاعده چې هرچېر ته وي مونږ به په هغوی پسې ولاړ شو."

د امریکا د گډو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې په پاکستان کې د ترهگرو ځالې امریکا او نړۍ ته حقیقي خطر دي. هغه وویل چې هلته تر اوسه پورې ډیر ترهگر شته، او څومره چې ددوی په وس کې وي هغومره تاوان به نړۍ ته ور ورسوي.

مایک مولین: "دغه خطر اوس هم هلته شته دی. او دا زما مسولیت دی چې د امریکا جمهور رئیس ته داسې سلا ورکړم چې په باور سره د خپلو خلکو داسې امنیت وساتو څنگه چې ورته اړتیا ده. دا خطر اوس ډېر ریښتونی دی، او مونږ به هلته خپل شتوالي ته دوام ورکړو."

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري ویلي چې د امریکا د بې پلوټه طیارو لخوا د توغندیو بریدونه د خلکو غبرگون راپاره وي، ځکه چې دا د پاکستان په خلکو کې د امریکا خلاف احساسات ټینگه وي.

څو ورځې له مخه د واشنگټن پوسټ په یوه سرمقاله کې هغه په امریکا غږ وکړ چې د پاکستان پوځي او غیر پوځي مرستې زیاتې کړي.

خو د سمندری قواو ستر جنرال مایک مولین وویل د واشنگټن لپاره اوس د اندېښنې خبره د پاکستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د القاعده شتوالی دی.

مولین: "دوی باید دا باور تر لاسه کړي چې د القایده دغه ځالي له مینځه ولاړي شي او په افغانستان یا کوم بل ځای کې له بېرته له سره جوړې نشي."

کانگرس ته په خبرو کې جنرال مولین وویل چې پاکستان په دې خبر دی چې د ترهگرو خلاف به د بې پلوټه طیارو لخوا بریدونه دوام وکړي.

خو بله ورځ بیا یه یوه بیانیه کې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه چې د بریدونو په هکله له واشنگټن سره کومې موافقې ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG