د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د پاکستان لپاره دمرستو راټولولو کنفرانس جوړوی


جاپان واېې د اپلان لری چې ېونړېوال کنفرانس جوړ کړی چې په هغه کی د پاکستان سره مرسته وکړی چې د جنوبی اسېا دغه اټومی قدرت لرونکی هېواد باثباته شی.

د جاپان د نېکی کمپنی نن ددوشنبی په ورځ د حکومت د نطآق جون ماتسوماتو له قوله لېکی توکېو به لس ډېر مهم هېوادونه دغه مجلس ته راوبولی. دغه مجلس د مارچ په مېاشت کې د اېرېدلی شی.

ماتسوماتو هېله کوی چې د امرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن به هم په دغه کنفرانس کې گډون وکړی. هغه ووېل چې په پاکستان کې ثبات او سوله د نړی سولی ته ډېر اهمېت لری.

رپوټ واېې چې د ډېر تشدد او مرگ ژوبلی له امله په پاکستان کې د افراطی طالبانو امنېت مخ په خرابېدو دی. خو ددی هېواد مالې نظام هم د نړېوال اقتصادی رکود له امله مخ په خرابېدو روان دی.

XS
SM
MD
LG