د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان استخباراتو 'ېوه ځان مرگې ډله نېولی ده'


د افغانستان د استخباراتو اداره واېې چې دوی تقرېبا اولس مشکوک طالبان چې گومان کېږی په کابل کې د ېولړ بم چونو او ځان مرگو حملو په ترتېبولو کې لتاړ دی نېولی دی.

د استخباراتو ملی رېاست نن د سه شنبی په ورځ ووېل چې ېومشکوک چې ٢٣کلن پاکستانی دی داسی گومان کېږی چې په تېرو دوه کلونو کې ېې شپږ حملی تنظېم کړېدی.

ددغه رېاست ېوه نطآق خبرېالانو ته ووېل چې مشکوکان د جنوری د اولسمی نېټی له هغه ځان مرگی برېد نه وروسته ونېول شول چې د جرمنی په سفارت ېې کړی و.

په دغه برېد کې څلور افغانان او ېو امرېکا ېې عسکر وژل شوي وو.

داستخباراتو نطاق واېې چې دا ډله د شل افغانانو د مرگ مسوولېت لری او تر ١٢٠ نه زېات ېې زخمی کړېدی.

چارواکی د دری نورو مشکوکانو د نېولو لټه کوی. افغان چارواکی واېې چې مشکوکانو په دې اعتراف کړېدی چې د بمونو د چولو پلانونه همدوی جوړوی او ټول بم چوونکی پاکستانېان دی اودپاکستان په قبېلوی علاقه کې روز ل شوېدی.

د افغانستان د استخباراتو چارواکی واېې چې دوی ېوه وېډېو خپره کړېده او په هغی کې ېې دېوه توقېف شوی افراطی اعترافات خپاره کړېدی.

هغه سړی چې د ېاسر په نامه پېژند ل شوېدی هغه بښنه وغوښتله او وې وېل چې ملاېانو ورته ووېل چې په جهاد کې برخه واخلی او که نه چې مړشی نود بې عقېدی سړی په څېربه ورسره سلوک وشی.

د افغانستان د استخباراتو ریس سعېد انصاری ووېل چې د پاکستان د استخباراتو ادارې ددغو بم چونو ملاتړ کوی. خو اسلام اباد له دېنه انکار کوی چې ددوی امنېتی اداری په افغانستان کې دپخوا په څېر د طالبانو ملاتړ کوی.

XS
SM
MD
LG